د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا غوسې د پاکستاني واکدارانو خوب خراب کړی'


ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

لیکواله: کرسټېن فېیر

سرچینه: فارن پالیسي

په فارن پالیسي مجلې کې د نړیوالو اړیکو د پروفیسرې کرسټېن فېیر مقاله خپره شوې ده. نوموړې لیکي، څنګه چې امریکایانو ته لارې تنګې شوې دي چې له پاکستان سره اړیکي وساتي نو هلته اسلام اباد هم په واشنګټن کې د پالیسۍ قضیې بڼه ور بدله کړې ده.


د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان زیات فعاله او لالهانده سپریم کورټ پرېکړه وکړه چې یوسف رضا ګیلاني نور د دې وړ نه دی پاتې چې وزیر اعظم و اوسي. د پنجشنې پر ورځ بیا یوه بل عدالت د مخدوم شهاب الدین د نیونې امر ورکړ چې ولسمشر اصف علي زرداري د ګوښه کړل شوي ګیلاني پر ځای د لومړي انتخاب په توګه مخې ته راووست.

لیکواله کاږي، عدالت د پخواني وزیر اعظم ګیلاني د زوی نیولو امر هم ورکړ.

د کرسټېن فېیر په خبره، که د پاکستان ملکي حکومت پخوا په بشپړه توګه غیر فعاله نه وو نو اوس دی. بدبختانه د امریکايي تګلارې هدف دا وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ټاکل شوي ولسي حکومت ثبات یقیني کړي.

په مقاله کې راغلي، دا حیرانوونکې نه ده چې امریکا پاکستان ته غوسه ده.

کرسټېن فېیر لیکي، په واشنګټن کې ډېرو ورته ویلي چې ((پر پاکستان بمبارۍ ته ډېر نېږدي دي.)) خو پاکستانیان اوس هم په دې خوب کې روان دي چې د دوی هیواد مهم دی.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ښايي په دې وروستیو کې په ډیلي او کابل کې له خپلو څرګندونو سره، د دوی دا خوب خراب کړی وي.

نوموړې لیکي، پانیټا نه یواځې دا په سپینه وویل چې امریکا د پاکستان له چلناکو دوکو ستړې ده بلکې هغه دا خبره هم ښکاره وکړه چې پاکستان له امریکا د ترهګرۍ ضد د مرستې په نوم په اربونو ډالره اخیستي دي او د هغو عناصرو استعمال ته یې هم دوام ورکړی دی چې امریکايي سرتېري وژني.

کرسټېن فېیر زیاتوي که پاکستان په اشاره نه وي پوه شوای نو پانیټا دا خبره ښکاره وکړه چې ((هر هغه کس چې پر امریکايي پوځیانو حمله کوي،)) هغه د ((امریکا دښمن)) دی او دا چې ((نور یې امریکا نشي زغملای.))
XS
SM
MD
LG