د لاسرسي ځای

تازه خبر

که هر څه وي له پاکستانه بخښنه نه غواړو. امریکا


د امريکا د دفاع وزير لېیون پنیټا
د امريکا د دفاع وزير لېیون پنیټا


ژباړه:- اسرار عالم مومند - مشال راډيو

د ريټرز خبري اژانس په يو رپورټ کې راغلي د امريکا د دفاع وزير ويلي هغوی له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره چمتو دي خو په سلا له پيښه به بخښنه ونه غواړي، نومړی وايي پر ځای د دې چې دوی د تېرو خت په مسلو وخت خراب کړي بايد چې اوس مخ په وړاندې لاړ شي.


تېر کال د پاکستان په مومندو ايجنسۍ کې په سلاله چېک پوست د ناټو لخوا د بريد وروستو پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د خپلو زمکنېو لارو د سامان په رسد بندېز لګولې.

د پاکستان د دې ګام له کبله امريکا د ناټو لپاره سامانونه له اوږدو لارو وړي او پر دې يي د يوې مياشتې پرسر سل ميلينه ډالره خرچه راځي، پاکستان غواړي که چرې دوی په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو لپاره خپلې لارې پرانیزي نو دوي به له دغو سامان وړونکو ټرکونو څخه محصول اخلي.

دغه رنګ د پاکستان د بهرنېو چارو وزيرې حنا رباني کر تېره اونۍ ويلي و پاکستان اوس هم په دې هڅه کې دې چې امريکا په سلاله پيښه غېر مشروط معافي وغواړي.

خو د امريکا د د فاع وزيرلیون پنیټا له رايټرز خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې په اشاره ويلي په تېر وختونو کې په دغه پيښه د دوی لخوا د خفګان څرګندونې کافي دي .
پنيټا زياته کړه هغوي په سلاله پيښه خپل موقف په ډاګه کړې او وس وخت د دې خبرې تقاضا کوي چې مخ په وړاندې لاړ شي. نوموړی وايي که چرې هغوي خپل وخت په زړو اختلافاتو باندې په خبرو کولو ضايعه کړي نو دوی به هيڅ نتيجې ته ونه رسيږي .

د امريکا د دفاع وزير ويلې اوس وخت راغلې چې دوی هم د دې تعلقاتو پر سر د ناټو لپاره د سامان د سپلايي د بحالۍ په مسله ، د ترهګرو د پټن ځايونو په ستونزه ، د ترهه ګرۍ د مخنيوي په تګ لارې او نورو دوه اړخېزه مسلو باندې مخ په وړاندې لاړ شي.

په رپورټ کې راغلي په پاکستان کې د ناټو سامان په بحالۍ ګرم بحثونه روان دي ، پاکستان وايي په ايبټ اباد کې د امريکا لخوا د اسامه ضد ځانګړي عمليات او ډرون بريدونه د دوی د خپلواکۍ سرغړونه ده.

بلخوا امريکايان په ډاګه اوس دا خبره کوي چې پاکستان په خپلو قبايلي سيمو کې وسله والو ته پټن ځايونه ورکړي او دغه وسله وال په افغانستان کې په ناټو او امريکايي ځواکونو بريدونه کوي.

د کابل د دورې پرمهال د امريکا د دفاع وزير ليېون پنيټا په سختو ټکو کې ويلي وو چې د پاکستان په اړه د دوی د صبر پېمانه ډکېدو ته نږدې ده ، د نوموړي په خبره ځکه چې پاکستان وسله والو طالبانو ته د پټن ځايونه ورکوي.

پنېټا زياته کړه که څه هم له پاکستان سره د دوی اړيکې پېچلي دي خو د نوموړي په خبره دا اړيکې ضروري دي او دارنګ دواړه خواوې غواړي چې خپل کار پر مخ جاري وساتي، په عېن حال کې د امريکا د دفاع وزير دا خبره ومنله چې په کانګرس کې په دوی فشار مخ په زياتېدو دې چې له پاکستان سره مرستې له شرطونو سره وتړل شي.
XS
SM
MD
LG