د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل د سترګو تور قرغه، زړه کښونکي سيلځی





بشیر ګواښ مشال راډيو

د هرې جمعې په شپه د کابل له مضروف ژونده خلک د نيزدې قرغې پر لور ځي او هلته د خپلو کورنيوو سره ميلې کوي. دلته د ګالف لوبې ميدان هم شته او ښایسته شنه باغونه هم لري. ترټول ډير خلک د قرغې د اسماني رنګه پاکو اوبو د ډنډ او پرې جوړ سپوږمۍ ریسټورنت ليوال وي. موږ هم څه موده وړاندې دغلته تللي وو او دا تصويرونه مو اخیستي وو.


د پنجشنبې مازيګر ناوخته او د جمعې په ورځ د کابل او پغمان پر نوي پراخه جوړ شوي سړک د پښې ايښودو ځای نه وي. په بيلابيلو ګاډو کې ناستې کورنۍ په دې هيله له يو بله د مخکې کيدو کوشش کوي چې د قرغۍ په سیلځي کې د ناستې لپاره ښه ځای پيدا کړي. دلته د قرغې جهيل (ډنډ)، د ګالف نوی جوړ شوی ځای او د ميوو ګڼ باغونه د کتلو ښه ځايونه دي.

څه موده وړاندې موږ هم لکه د نورو افغان کورنيوو خوراک توکي له ځان سره واخیستل. له ډيرې مودې وروسته وطن ته تګ او بيا د ښکلې قرغې سيل عجیبه خوند درلود. موږ د ميلې لپاره سپوږمۍ ریسټورنټ خوښ کړ. دا ځای د اوبو پر سر جوړ خوږه موسيقي پکې غږيده، او د ریسټورنټ په چمن کې ګڼې کورنۍ ليدل کيدلې.

د چمن يوې خواته يو وړوکی دکان وو. يو ماشوم پکې د افغان لوبغاړو تصويران لګول. هغه کوشش کاوه چې د افغان کرکټ ټيم د يو لوی تصویر له لګولو وروسته د افغان فټبالر بلال ارزو تصوير ولګوي خو پورته ځای ته نه شو رسيدلی. مخکې تر دې چې هغه ما ته د څښلو اوبه راکړي، ما ورته وړه پلاستیکې چوکۍ راکش کړه. هغه پرې وخوت او د بلال آرزو تصوير چې شاته يې د افغانستان بيرغ وو، ولګاوه. له چوکۍ راښکته شو لګيدلو تصويرونو ته يې وکتل، موسکی شو او وي ويل غواړي په غټ والي کې په يو وار د افغانستان د فټ بال او کرکرټ دواړه لوبډلو کې ولوبيږي. ما يې په دې معصومانه خواهش وخندل.

بیګا شپه وسله وال دغه ریسټورنټ او ورسره خوا اوشا نورو هوټلونو ته ننوتل. د پولیسو او وسله والو په نښته کې ګڼ شمير عام خلک هم وژل شوي او ژوبل شوي دي . د هغه واړه د کان خاوند، د افغان لوبډلو مينه وال، ماشوم به څنګه وي؟
XS
SM
MD
LG