د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بريدونو معلومات نه جوته وو: امريکا






هارون باچا - مشال راډیو


د راپورونو تر مخه، د امريکا حکومت د دې هېواد يوه فيډرالي عدالت ته د هغو دعوو د ردولو له پاره وييلي دي چې پکې د نړۍ په هېوادونو کې د مشکوکو ترهګرو تنانو د وژلو د سي آﺉ اې د ډرون کمپاين په اړه د اسنادو د په ډاګه کولو غوښتنه شوې ده-


فرانس پريس اژانس ليکي، د امريکا حکومت وکيلانو د نيو يارک ښار په يو عدالت کې د زيارت په شپه ناوخته بيان جمع کړ، په کوم کې چې د ډرون بريدونو د پروګرام په اړه د معلوماتو د نه ورکولو د حکومتي پرېکړې دفاع شوې ده-

راپورونه وايي د امريکا استخباراتي ادارې (سي آﺉ اې) د بې پيلوټه الوتکو د حملو په ترڅ کې په پاکستان، يمن او سوماليا کې له القاعده سره تړاؤ لرونکي ګڼ شمېر ترهګر له منځه وړي دي- د امريکايي حکومت په بيان کې ويل شوي، دا خبره چې آيا سي آﺉ اې سره اختيار شته چې ډرون بريدونه وکړي، او يا دا چې ياده اداره د هدفي وژنو په کمپاين کې نېغ په نېغه دخيله ده که څنګه، يوه پټه ساتل شوې موضوع ده-

د امريکا په عدالت کې دغه دعوې د امريکايانو د مدني ازاديو د اتحاديې او د ورځپاڼې نيو يارک ټايمز له خوا تر هغې وروسته جمع شوې چې معلوماتو ته د لاس رسۍ د امريکايي قانون لاندې د ډرون بريدونو د پروګرام د اسنادو تر لاسه کولو په موخه د يادو ادارو له خوا حکومت ته شوي خواستونه و نه منل شول-

د امريکا حکومت عدالت ته په ورکړي بيان کې دريځ خپل کړی چې د ډرون کمپاين په اړه د اسنادو ډاګي کېدل به له ترهګرۍ سره د مبارزې حکومتي هڅې له خطر سره مخامخ کړي- د مدني ازاديو د امريکايانو ټولنې بيا په ځواب کې په دې ويلو سره چې په رسنيو کې د ډرون بريدونو په اړه د امريکايي چارواکو د خبرو له خپرېدو وروسته د دغه کمپاين راز اوس راز نه دی پاتې، د حکومت دغه دليل چټي او بې مانا وباله-

د يادې ټولنې د حقوقي څانګې مرستيال مشر جميل جعفري په يوه بيان کې ويلي، امريکايي چارواکو د ډرون پروګرام په اړه هم پټې او هم ښکاره خبرې کړي، د دغه حملو فرضي برياوې يې د ځان په ګټه يادې کړي، قانوني جوازونه يې ورته پيدا کړي او د ملکي تلفاتو په اړه راولاړې شوې اندېښنې يې له پامه غورځولي دي- نوموړي زياته کړې، عام خلک حق لري چې د هغه قانوني اختيار په اړه چې اوباما انتظامييه يې د ډرون بريدونو د کولو له پاره د لرلو دعوه کوي، زيات معلومات تر لاسه کړي-

د ای ايف پي په ليکنه، په امريکايي عدالت کې د اوباما د ادارې له خوا په جمع کړل شوي بيان کې دا خبره تسليم شوې چې د ډرون بريدونو په شکل کې د دغه مرګوني قوت د کارول کېدو په اړه د عامو خلکو اندېښنې پر ځای دي، خو ورسره يې واضح کړې چې حکومت بايد د پټو اسنادو د افشا کولو پر وړاندې پراته قانوني بندېزونه هم په پام کې ونيسي-

د امريکا حکومت دغه راز ويلي چې سپينې ماڼۍ په دې وروستيو کې د جګ پوړيو امريکايي چارواکو، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر اوباما مشر سلاکار جان برينن هم پکې شامل دی، له خوا د ويناوو کولو يوه لړۍ پيل کړې چې هدف يې امريکايی ولس ته د ډرون کمپاين د قانوني او هم عملياتي اړخونو په هکله معلومات ورکول دي-

د فرانس پريس په وينا، که يوې خوا ته امريکايي چارواکي ادعا کوي چې د بې پيلوټه الوتکو حملو د القاعده د مشرتابه ملا ماته کړې او د امريکايانو زندګۍ يې خوندي کړي نو بلې خوا ته، هم دغه بريدونه د يو نامعلوم شمېر ملکي تلفاتو او د پاکستان دننه د امريکا ضد احساساتو د پارېدلو لامل شوي دي-

د يادونې وړ ده، روانه اونۍ د ملګرو ملتونو له خوا په خپور کړل شوي يو راپور کې هم له امريکا غوښتنه شوې چې د ډرون بريدونو د خپل پروګرام اصول بايد روښانه کړي-
XS
SM
MD
LG