د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل داود ملي پوځي روغتون کې د درغلو پلټنه کېږي



ژباړه:- فرخنده وزیر – مشال راډيو

رویټرز خبري اژانس لیکي، د امریکا د دفاع وزارت پیڼټاګان د افغانستان یو پوځي روغتون کې د درغلیو پلټنې کوي. د کابل داود ملي پوځي روغتون چې د امریکا په مالي مرستو چلیږي، په اړه یې داسې رپوټونه دي، چې په دغه روغتون کې له مریضانو سره ښه رویه نه ساتل کیږي. د دفاع وزارت د افغانستان ، پاکستان او مینځنۍ ایشیا لپاره یو مرستیال ډیوډ سډني د امریکا د کانګریس یوې کمیټۍ ته یې ویلي، د دوی پلټنې روانې دي، او زیاتوي، په دغه روغتون کې چې د مریضانو سره کومه رویه ساتل شوې ، داسې د نړۍ په یو برخه کې هم له چا سره نه دي شوي، او دوی له افغانان سره په ګډه د دغې غلطیو د سمولو کار پیل کړی.


رویټرز لیکي ځینو امریکایې چارواکو د امریکا دفاع وزیر لیون پانیټا ته لیکونه لیږلي وو، چې دوی باید د کابل دواد پوځي روغتون د چارواکیو لخوا له مریضانو سره د خرابې رویې پوښتنه وکړي.

د کانګریس د دغه کمیټۍ د بحث موضوع واک افغان ځواکونو ته سپارل وو، چې پکې د دواد په پوځي روغتون کې د درغلیو د رپوټونو په اړه هم خبرې وشوې.

په افغانستان کې چې نړیوال ځواکونه د وتلو تیاری کوي، او د ۲۰۱۴م کال تر پای پورې به پوره واک افغان ځواکونو ته وسپاري. د کانګریس د دغه کمیټۍ په غونډه کې د ریپبلیکن ګوند یو غړي مایک کوفمین، د دفاع وزارت مرستیال چارواکي سډني ته دا هم وویل، چې په داود پوځي روغتون کې دوه څلویښت میلیونه امریکایې ډالره ورکړې دي، چې دا د دوی لپاره د منلو نه دي، او باید په دې اړه پوښتنې وشي، چې دغه پیسې په څه لګیدلي .

کوفمین دا هم وویل، ژوبل شوي افغان امنیتي ځواکونه چې دغه روغتون ته راوړل کیږي، نو عمله یې نه سم علاج کوي، او نه ورسره ښه رویه ساتي .

کوفمین وایي، د هغه مریضانو خپلوان چې د روغتون چارواکو ته رشوت نه شي ورکولای ، له لوږي او تندې مري، چې داسې په یو ځای کې هم نه کیږي. او دوی باید دا مالومه کړي، دغه روغتون ته ورکړل شوې امریکایې مالي مرستې که د مریضانو په علاج نه دي لګیدلي نو بیا چرته تللي دي.
XS
SM
MD
LG