د پاکستان انتخابي کمیشن د ستر عدالت( سپریم کورټ) په حکم د وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د نا اهلۍ خبرپاڼه ( نوټیفیکیشن) خپره کړله.
د ځای ناستي مشر انتخابي کمیشنر جسټس شاکرالله جان په خبره د ستر عدالت د 19م جون د فیصلې له مخې یې د وزیراعظم ګیلاني د نااهله کېدو او د هغه د قامي اسمبلۍ له څوکۍ د ختمېدو خبره پاڼه خپره کړې.
دی زیاتوي چې اوس به د ملتان د قامي اسمبلۍ حلقه یو سل یو پنځوس 151 خالي شوې چوکۍ لپاره انتخابات کیږي.
د پاکستان سپریم کورټ یوه درې کسیزه جرګګۍ (بېنچ) په خپله یوه پرېکړه کې وزیراعظم نا ا هله وګرځولو. چې دوه میاشتې وړاندې د توهین عدالت کیس کې د سپریم کورټ لخوا د لنډې شېبې لپاره سزا شوی وو.
د سپریم کورټ د فیصلې وروسته تېر ماسخوتن د ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ کې په ایوان صدر کې د اتحادي ګوندونو اجلاس وشو. د اتحادي جماعتونو مشرانو د نوی وزیراعظم ټاکلو اختیار ولسمشر زرداري ته ورکړ.
پاکستان پیپلز پارټي ویلي د سلا مشورې وروسته به ګوند خپله فیصله اعلان کړي.