د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره رود ولسوالۍ ته بريښنا تيريږي



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد :د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ته د بريښنا ورکولو په موخه د ستنو او تارونو غځولو پرانيسته وشوه.

د پرانيستې په دې موقع د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي وويل چې په دې پروژ به يو ميليون او درې لکه ډالر ولګيږی. ده وويل:


د ننګرهار والي ګل آغا شیرزوی د سره رود د بېښنا پرانیستنه کوي
د ننګرهار والي ګل آغا شیرزوی د سره رود د بېښنا پرانیستنه کوي
« د دغه برق د خادو/ستنو په ايښودلو او د برق د تارونو په غځولو ټولو ولسونو ته مبارکي ورکوم.دا هغه برق دی چې له نغلو بند څخه راروان دی او انشا الله ډير ژر به راورسيږي، د دې برق په ستنو، تارونو او نور سامان الاتو به يو ميليون او درې لکه امريکايي ډالر مصرف راځي چې درې لکه يې د شيرزي فونډيشن څخه ورکړل شوي او پاتې يو ميليون د برق د عمومي رياست له خوا ورکول کيږي.»

د ننګرهار د بريښنا ريس محب الله مومند وويل چې له دې بريښنا څخه به لومړی پنځه زره کورنيو ته برق ورکول کيږي او وروسته به د سرخرود ولسوالۍ اړوند ټولو کليو ته بريښنا ورسوي.

« دا د سره رود ولسوالۍ لپاره د تارونه غځول دي، له دې څخه به د سره رود ولسوالې اکثريت سيمو ته برق ورکول کيږي لکه غوچک، زيړاني، د سره رود دوسرکه، د پير صيب علاقه،له هغې پورته چې ډنډونه ورته وايي اوس په پام کې نيول شوې چې پنځه زره کورنيو ته بر ق ورکړل شي او په اخر کې به د سره رود ولسوالۍ ټولو کليو ته برق ورکول کيږي.»

د سره رود ولسوالۍ يو تن عزيز الرحمن وايي: تمه لري چې دا کار نمايشي نه وي. ده وويل:

« د برق له دې پروژې خو موږ ډير خوشحاله يو، خدای دې وکړي چې دغه وعدې تر سره شي، کارونه په تيزۍ سره تر سره شي او سره رود ته برق ورکړل شي. ځکه چې په دې لار کې سر رود ډير تاوان ليدلی، زراعتي ځمکې يې د لويو ستنو په دريدلو تخريب شوي، نو خدای دې وکړي چې دا کار نمايشی نه وي.»

د يادولو ده چې سره رود ولسوالۍ ته په داسې حال کې د بريښنا ستنې او تارونه غځيږي چې په ننګرهار ولايت کې د بريښنا ستونزه له پخوا نه شتون لري تر دې چې د جلال اباد ښار اوسيدونکي اويا په سلو کې د بريښنا له نعمت څخه محروم دي.
XS
SM
MD
LG