د لاسرسي ځای

تازه خبر

نننی نړیوالې ورځپاڼې



سرچینه:- نړیوالې ورځپاڼې

ژباړه:- ملیحه امیرزاده


فارن پالیسي مجله ليکي دا چې د ناکامو ریاستونو په فهرست کې د پاکستان نوم شامل دی ، د ناکامیانو تر شا یې د پاکستان مصنوعي والی دی چې د هند او منځني اسیا د هیوادونو په مینځ کې پروت دی چې په برتانوي راج کې یو خپلواک ملک شو.


مجله ليکي پاکستان دعوی لري چې د برصغیر د مسلمانانو استازیتوب کوي خو د پاکستان په پرتله زیات مسلمانان په هند او بنګله دیش کې اوسیږي. نو په داسې حال کې د یوه جغرافییايي دلیل پرته د پاکستان وجود یوازې او یوازې د اسلامي سخت دريځو تر نظریې لاندې د ریاست مانا تصور کېدای شي. خو مجله ليکي د پاکستان د ناکامیانو په اړه دا تصور نا سم دی.

پاکستان چې د امریکا د پارلیمان غړي ورسره د ځيني وجوهاتو په بنیاد اندیښنې تړي ، یو جغرافیایی منطق لري. د پاکستان جوړونکي محمد علي جناح نظریه دا نه وه چې هندو اکثریت کانګریس ګوند یواځې د طاقت حاصلولو ذریعه جوړه شي. بلکې د مسلمانانو لپاره د یو جدا هیواد جوړولو غوښتنې تر شا جغرافیه او تاریخ موجود دې .مجله ليکي دې هر څه ته په کتلو سره په دې اړه پوهاوي تر لاسه شي چې پاکستان هند او افغانستان د کومو ممکنه ستونزو په لور روان دي. مجله زیاتوي د پاکستان جغرافیې سره د دغه هیواد راتلونکی او اوسنی وخت باندې پوهه تر لاسه کیدای شي.


بلخوا یو ایس ای ټو ډی ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د کوکنارو په پیداواري سیمو کې د ايتلاف او د حکومتي ځواکونو په هڅو په تېرو څلورو کلونو کې د کوکنارو کښت تر 40 فیصده را ټیټ شوی دی.

ورځپاڼه د جنوب غربي سیمې د سیمه ایز کمانډ له خولې ليکي سږ کال کرونده ګرو په هلمند ولایت کې143000 ایکړ زمکه باندې کوکنار کرلي چې په 2008م کال کې د 256000 ایکړو په پرتله کم شوی دی.

ورځپاڼه د یوه سیمه ایز کمانډ د زرعي سلا کار ویس هیریس له خولی زیاتوي روان کال خراب موسم هم د کوکنارو کښت اغیزمن کړی. او دا په تېرو دریو کلونو کې دویم ځل دی چې خراب موسم پکې خپل رول لوبولی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو او پوځي چارواکو په خبره د کوکنارو په پيداوار کې کمی د زیات امنیت، او د افغان حکومتي پروګرامونو له امله ممکن شوی چې مقصد یې زمینداران د کوکنارو په ځای نور فصلونه کرلو ته هڅول دي.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د یوې چارواکې انجیلا مي له خولې ليکي د افغان حکومت له هاغه پروګرامونو سره چې پکې زمنیداران غنمو او نورو جایز فصلونو کرلو ته هڅول کېږي ، ورسره کافي ښه والی راغلی دی. چې د ویس هیریس په خبره د غنمو کښت په تېرو څو کلونو کې له 10 فیصدنه 15 و ته سیوا شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG