د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا له وتو سره د ټېکه دارانو ګټو ته تاوان






له برتانیې خپرېدونکې ورځپاڼې فنانشل ټایمز په یوه رپورټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې امریکا د ۲۰۱۴ز کال تر پایه له افغانستانه خپل پوځیان وباسي، د امریکا د دفاع وزارت د پوځي خدماتو پر کمپنیو فشار زیات کړی دی او له ټېکه دارانو سره اوس په سودا کولو کې کمې پیسې لګوي. د رپورټ تر مخې د دې له کبله به د دې ټېکه دارانو کاروبار چې ډېره ګټه یې ورته رسولې وه، بیا کمزوری شي.


فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان او عراق کې جګړې امریکايي ټېکه دارانو ته ګټه رسولې وه. په دې جګړو کې امریکا دومره زیات ټېکه داران کارولي دي چې ځینې وختونه به یې شمېر له هغه پوځه هم زیات شو چې دوی به ورسره مرسته کوله.

ورځپاڼه لیکي، خو اوس د دې ټېکه دارانو د لویو ګټو د کار و بار ورځې پای ته په رسېدو دي ځکه چې د پوځي خدماتو شرکتونه په ځانګړي توګه زبېښل کېږي.

په رپورټ کې راغلي، د امریکا د دفاع وزارت په ټوله نړۍ کې، په پوځي برخه کې، تر ټولو زیاتې پیسې لګوي خو اوس یې له ټېکه دارانو سره د سودا کولو له پاره شرایط سخت کړي دي او پر هغوی زیاته خرچه نه کوي.

د موډيز په نوم د مالي ادارو د ارزونې اداره تمه لري له دې کار سره به د ټېکه دارانو ګټه هم کمه شي.


د امریکايي حکومت له یوه رپورټ سره سم، په عراق او افغانستان کې د ټېکې تر ټولو لویه کمپني کېلوګ، براون اینډ روټ نومېده چې د انجینرۍ او ودانیو خدمات یې ورکول. دې شرکت په تېره لسیزه کې ۴۰،۸ اربه امریکايي ډالره ګټلي دي. یوه بله کمپني اېجېلېټي نومېږي چې لوژیسټیکي کار کوي یانې سامان وړي را وړي. دې کمپنۍ ۹ اربه ډالره ګټلي دي. د ډېن کور په نوم یو شرکت چې په امنیتي چارو کې ځانګړتیاوې لري، دې په تېره لسیزه کې ۷،۴ اربه ډالره ګټلي دي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، په راتلونکو میاشتو کې به هم دا کمپنۍ د دې وړ وي چې ښه پیسې وګټي ځکه چې دوی اوس هم په ښو مالي حالاتو کې له شویو ټېکو ګټه پورته کوي.

خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې شرکتونو کار لا اوس هم خرابه شوی دی. د بېلګې په توګه، د دفاع د وزارت د سامانونو عملیاتي او د دې د حالت ښه ساتلو له پاره ورکړل شوې بودیجه، د تېر مالي کال پرتله ۴ فیصده کمه شوې ده. د همدې له کبله خدمات ورکوونکیو شرکتونه تر فشار لاندې دي چې د یوه ټاکل شوي نرخ ټېکې ومني. دا کار دا کمپنۍ مجبوروي چې که زیاته خرچه یې راشي نو پخپله یې وکړي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، موډيز اداره تمه لري، په ۲۰۱۳ز کال کې به د خدماتي ټېکه دارانو د ګټې سطح دوه یا درې فیصده وغورځېږي.

اداره زیاتوي، چې امریکا له افغانستانه خپل سر تېري و ایستل نو د دې شرکتونو ګټه به په تېزۍ کمه شي.
XS
SM
MD
LG