مشال راډیو
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو يوې ډلې خپلو سيمو ته د پوليو ناروغۍ د مخنيوي څاڅکو ورکونکو ټيمونو په داخلېدو د بنديز لګولو اعلان کړی.
د طالبانو دغه ډله چې مشري يې حافظ ګل بادر کوي په خپل يو بيان کې يي ويلي چې د پوليو کمپاېن د لارې د دوی پرضد د امريکا لپاره جاسوسي کيږي.
دا ډله وايي ترهغې به دا بنديز لګیدلی وي تر څو چې امريکا په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي نه وي.
راپورونه وايي له تیرې ورځې راهیسې دا ډول پیغام پاڼې په سیمه کې په خلکو ویشل شوي او خلکو ته ویل شوي چې خپلو ماشومانو ته دې د پولیو څاڅکې نه ورکوي.
دحافظ ګل بهادر ډله ، د پاکستان د حکومت سره د سولې یو تړون لري چې له مخې یې دوی یوازې له پولې پورې په افغانستان کې بریدونه کوي. ددوی ددغه غوښتنې او ګواښ په ځواب کې د پاکستان د حکومت رسمي نظر تر دې ګړۍ مخې ته نه دی راغلی.
د پوليو وايرس زياتره هغه ماشومان اغېز من کوي چې په ګنده ماحول کې ژوند کوي ، دا ويرس دغه ماشومان وژني او يا يي معذوره کوي.
پاکستان د نړۍ له درېوو هغو هیوادونو څخه دی چې د پولیو مریضان پکې تر ټولو زیات دي،پاکستاني طالبان په داسې حال کې د پولیو د څاڅکو مخالفت کوي چې،دامریکا سي ای ای د زیړي د واکسینو په پلمه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن کورته د ډاکټر شکیل اپریدي تر څارنې لاندې یو ټیم لیږلی و. د حافظ ګل بادر له خوا په ویشل شوې پیغام پاڼه کې ددې پیښې ذکر هم شوی دی.