د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د موسیقۍ مینه وال زیات شوي




سرچينه: دی اساهي سيمبن ورځپاڼه
ژباړه: ګل اياز

د جاپان ( اساهي سيمبن ورځپاڼې ) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رانسکوريدو وروسته د موسيقۍ د وراثت بيا ژوندي کولو په اړه مقاله خپره کړې ده. د ورځپاڼي په وينا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پيل څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې د موسيقۍ په ميدان کې هر قسمه موسيقي دبنديز سره مخ وه.

خو اوس په کابل کې د نورو برخو په شان قراري ده، نو ځکه د موسيقۍ ذده کونکو لپاره مرکزونه خلاص شوي. ورځپاڼه ليکي چې اوس هم د طالبانو ويره موجوده ده چې ګیني دوی به د کولتوري محفلونو نه خلک لرې وساتي.

د مقالی ليکوال (واترو ناکنو) په کابل کې د موسيقۍ قامی ادارې ته ورغلی او ليکي چې کله د نسواري ديوالونو او دوو چتو ودانۍ ته ننوت نو د موسيقۍ دالو مختلف اوازونه يې واوريدل او دا يې هم وکتل چې زده کونکي د موسيقۍ زړو سریندو سره سره نوي آلې هم کاروي.

د موسيقۍ دغه سکول په ۲۰۱۰م کال کې پرانستل شوی و او د لسو کالو نه واخلې تر ۲۱ کالو عمرونو ۱۸۰ زدکونکي پکې د موسيقۍ ذدکړه ترلاسه کوي. په کورس کې زدکونکي روايتي، پخواني کلاسک او جديد موسيقي زده کوي.

ورځپاڼه ليکي د سکول لپاره فیس نشته او يوازې دداخلې امتحان اخیستل کيږي، خو د ورځپاڼې په وينا د سکول په زړه پورې خبره دا ده چې د نيم نه زياتي څوکۍ د يتمانو او بې وزله ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي. په دي سکول کې ذدکونکو ته دا هم ښودل کيږي چې ژوند به څنګه تيروي؟
ليکوال په دغه سکول کې د پروان ولايت سره تعلق لرونکي ۱۲ کلن ماشوم د خولي وايي په مستقبل کې په پيشه ورانه توګه دموسيقۍ د وړاندې کولو اراده لری. د غور ولايت سره تعلق لرونکې یوه ۱۲ کلنه ماشومه وايي چې په مستقبل کې داسې موسيقاره جوړيدل غواړي چې د خپلې مور مخي ته موسيقي وړاندې کړي.

ورځپاڼه ليکي د سکول مشر احمد سرمست چې د طالبانو په وخت کې دافغانستان نه تښتیدلي و او د موجوده حکومت د تعليم وزارت په بلنه راستون شوی وايي د شلو کلونو راهيسي دغو ماشومانو موسيقي نه ده زده کړې او غوښتل يې چې د دي کار لپاره په باقاعده توګه يو سکول جوړ شي، ۵۰ کلن سرمست هيله لری چې دا ماشومان به په ټولنه کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG