د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر عدالت د ملک پارلمان ړنګ کړ


 په قاهره کې د مصري پارلمان غړي د غونډې پر مهال
په قاهره کې د مصري پارلمان غړي د غونډې پر مهال


ژباړه: شاهین بونیری - مشال راډيو

په مصر کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک له خوا مقرر شوو ججانو پارلیمان تحلیل کړی دی. په پارلیمان کې بنسټ پاله اخوان ال مسلیمین اکثریت ترلاسه کړې وو. ججانو په خپله پریکړه کې پخوانی وزیراعظم احمد شفیق د دویم ځلي انتخاباتو لپاره حقدار ګرځولی دی.

د اخوان ال مسلیمین سیاسي مشرانو او غړو دغه پریکړه غندلې ده او دايي د پوځ له خوا د پارلیمان د ړنګولو هڅه ګڼلې ده.

په تحریر څلور لاره کې د پریکړې نه وروستو څو سوه خلکو مظاهرې هم وکړې او احمد شفیق يي د حسني مبارک د واک تسلل وباله .

جمهوریت پلوه سیاسي کارکونکي چې د حسني مبارک د واک پرضد يي تحریک راپورته کړی وو ، وايي پوځي جرنیلان به هڅه کوي چې واک پخپل لاس کې وساتي او غواړي چې خپل جوړ کړی اقتصادي سلطنت يي ولس له نظره بچ وساتي.

د خالي او اتوار په ورځ په کیدونکو انتخاباتو کې د احمد شفیق مخالف محمد مورسي او د اخوان ال مسلیمین کاندید وايي د عدالت په پریکړه خفه دي خو بیا يي هم مني.

نوموړي زیاته کړې په انتخاباتو کې به په ملیونونو خلک د جابرانو واک مسترد کړي.

د چارشنبې په ورځ د پوځ له خوا مقرر شوي حکومت امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړې هغه خلک دې ونیسې چې د ټریفک نظام خرابوي او د هیواد اقتصاد اغیزمنوي.

له دې پریکړې وروستو ډیر خلک دا فکر کوي چې پوځ د جولايي د وړومبې نیټې نه وروستو هم واک پخپل لاس کې ساتل غواړي او مقصد يي دادې چې واک د ولس له خوا غوره شوي ولسمشر ته منتقل نه شي.

نوي اتخابات د نوي پارلیمان د غوره کولو لپاره کیږي او اخوان ال مسلیمین چې درې میاشتې وړاندې په کوم حال کې وو د هغې نه کمزورې شوی دی . په مصر کې ډیر خلک د اخوان ال مسلیمین په مشرۍ کې د غوره شوي پارلیمان د کار نه مطمین نه وو او ددوی په نظر خپل کار يي په ټیکه توګه نه ترسره کاوه. انتقاد کوونکي وايي دغه اسلامي ګوند غوښتل چې د مصر په سیاسي منظر خپله اجاره داري قایمه کړي.
XS
SM
MD
LG