د لاسرسي ځای

تازه خبر

"چین و روس دې د افغانستان بیا ودانۍ لپاره کار وکړي"


د چین لومړی وزیر وین یابو له روسي ولشمر ولادیمیر پوتین سره په بیجینګ کې ویني
د چین لومړی وزیر وین یابو له روسي ولشمر ولادیمیر پوتین سره په بیجینګ کې ویني


ژباړه:- پامیر ساحل – مشال راډيو

د جرمني ورځپاڼه شپیګل لیکي، په غرب کې ډېر په دې اند دي چې چین او روسیه باید د افغانستان په ثبات کې زیاته ونډه ولري. په دې ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګېدو ویستر ویلې له بیجنګ او مسکوه غوښتي دي چې د افغانستان د بیا ودانۍ له پاره کار وکړي. نوموړي دا خبرې د زیارت پر ورځ په کابل کې د روانې غونډې پر مهال کړې دي.

شپیګل ورځپاڼه لیکي، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګېدو ویستر ویلې په کابل کې د غونډې پر مهال د افغانستان ثبات له پاره د سیمه ییزې همکارۍ غږ وکړ.

ورځپاڼه لیکي، خو د افغانستان او د ګاونډیو تر منځ یې همکاري اسانه کار نه دی.

په مقاله کې راغلي، پاکستان او ایران اکثر، یوازې خپلو ګټو پسې ځي. افغانستان په تاریخي توګه د دې هیوادونو د واک تر لاسه کولو هڅو او د کرایي جګړه مارانو د جنګونو میدان پاتې شوی دی.

شپیګل لیکي، دا اوس راز نه دی پاتې چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی دی چې له افغانستانه د ناټو تر وتلو وروسته، د ستراتیژیکې ژورتیا په نوم، د خپل هیواد نفوذ برقراره وساتي.

په مقاله کې راغلي، دا هم تر ډېره روښانه ده چې د یاغیانو لوړ پوړي مشران د پاکستان په کوټې او نورو برخو کې اوسي.

شپیګل ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې پر روسیې او چین غږ کول د ناټو غړو هیوادونو نا امیدي ښيي.

لیکنه وايي، د مې په میاشت کې د شیکاګو په غونډه کې هم پر چین غږ وشو چې د افغانستان ثبات له پاره دې کار وکړي او د دې هیواد د پوځ او پولیسو روزلو له پاره دې په پیسو کې ونډه واچوي.
XS
SM
MD
LG