د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر میډيا د ولس باور کمېږي



پامیر ساحل - مشال راډيو


پراګ:- په پاکستان کې د چارو کار پوهان وايي، له مودې راهیسې د دې هیواد پر رسنیو انتقاد روان وو خو د یوه ټیلي ویژن ځینې ثبت شویو برخو چې پر انټرنېټ خپرې شوې دي د دې هیواد پر میډیا یا رسنیو او د هغوی پر کار ځیني پوښتنې بیا را ژوندۍ کړې دي. لکه د دې هیواد میډیا ایا په ریښتیا ازاده ده که نه د واک لرونکو تر کنټرول لاندې ده؟ همدا راز، د رسنیو کردار ته په کتو سره، ایا په دې میډیا د ولس باور هومره پیاوړی دی لکه پخوا چې وو که نه اوس ورباندې خلک زیات باور نه کوي؟


ورځې مخکې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض د سترې محکمې مشر قاضي افتخار چودري پر زوی ارسلان افتخار او پر ځینو مشهوره خبریالانو تور پورې کړی وو چې له ده یې پیسې اخیستې دي.

پر دې موضوع سپریم کورټ د معاملې اورېدنه هم وکړه او د دې د پلټنو امر یې هم ورکړ. بل پلو ته د پاکستان پر یوه ټیلي ویژن چینل د ملک ریاض مرکه خپره شوه او د دې پروګرام د وقفو پر مهال ثبت شوې خبرې پر انټرنیټ خپرې شوې چې په کې داسې ښکارېدل چې دا خپرونه د ملک ریاض په خوښه کېږي.

په اسلام اباد کې څېړنیز خبریال او د چارو شنونکی الیاس خان وايي، له لومړي وخته د ارسلان افتخار د معاملې خبر خپرول نه ول په کار ځکه چې کیسه سمه واضحه نه وه.

په پېښور پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد سید عرفان اشرف دوه خبرې کوي، یوه خو دا چې د شخصي خبرو پر انټرنیټ خپرول د ژورنالېزم د اخلاقیاتو ضد کار دی. او دویم دا چې له دې کار سره به اوس خلک پر خبریالانو باور نه کوي.

الیاس خان مشال راډیو ته وویل، د باور د ختمېدو یا کمېدو مسله اوسنۍ نه ده بلکې پخوا هم ولس تر ډېره حده په دې پوه وو چې په پاکستان کې رسنۍ بې طرفه نه دي او خپله یوه اېجنډا لري.

پر پاکستاني ټیلي ویژن د یوې داسې مرکې خپرېدل، چې ظاهراً د ملک ریاض په وینا چلېده، یوه پوښتنه دا هم پیدا کړې ده چې د ناسمو مالوماتو ولس ته ورکول، د ولس پر رایې او نظر څنګه اغېز کولای شي؟

د پېښور پوهنتون استاد عرفان اشرف وايي، په پاکستان کې د ټیلي ويژن ځینې خپرونې پر ولس ډېر زیات اثر لري.

دی وايي، که څه هم پر ټیلي ویژن راتلونکي دا کسان خبریالان نه دي، خو د خبریالانو په جامه کې خپل نظر وړاندې کوي.

عرفان اشرف هیله مند دی چې د دې کسانو اثر به تر ډېره حده پر ولس پاتې نه شي.

د عرفان اشرف او الیاس خان خبرو ته په کتو، یوه بله پوښتنه دا ده چې هغه کوم عوامل دي چې پاکستانۍ رسنۍ مجبوروي چې سم خبرونه خپاره نه کړي، خپله اېجنډا پر مخ بوځي، او د واکمنو کسانو په وینا خبرونه، رپورټونه او مرکې خپرې کړي؟

په لاهور کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولني سیفما مشر او شنونکی امتیاز عالم وايي، په دې کې خبریال دومره پړ نه دی. بلکې دا د رسنیو د مالکانو قصور دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امتیاز عالم وايي، د رسنیو مالکان د زیاتو پیسو په ګټلو کې مصروف دي او له دې کار سره هم ایډیټر کمزوری شوی دی او هم خبریالۍ ته تاوان رسېدلی دی:

((اوس خو اشتهارونه یا سوداګریز اعلانونه هم د اخبار پر لومړي مخ د خبر په توګه خپرېږي او پر ټیلي ویژن هم خپرېږي. دا نه مالومېږي چې دا اشتهار دی یا خبر دی. یو غلط رجحان روان دی. او دا د پیسو ګټلو معامله چې ده د دې له پاره د ادارو مالکان پړه دي ځکه چې هغوی په دې دندې کې ښکېل دي. نو دوی بیا خبرونه له خپرېدو ایساروي، ځینې خبرونه خپروي، او همداسې د خلکو ورکړل شوي خبرونه هم خپروي. په دې کې زما په اند د خبریال قصور نه دی. بله خبره دا ده چې د ایډیټر اداره ډېره کمزورې کړل شوې ده.))

امتیاز عالم وايي، د خبریال کار یواځې سم او کره خبر ورکول دي. باید خبریال د با اثره کسانو، دولتي او نا دولتي ادارو د ګټو او له وینا سره سم کار و نه کړي.

نوموړی وايي، د خبریال کار دا هم نه دی چې مبالغه وکړي او په یوه موضوع کې د ښکېلو کسانو بدنامولو هڅه و نه کړي.

امتیاز عالم زیاتوي، په پاکستان کې ګوري چې د یوه ډله خبریالان یوې خوا ته ولاړ دي او بله ډله بلې خوا ته. د ده په خبره، خبریال باید بې طرفه اوسي.
XS
SM
MD
LG