د مشال راډيو خبریال اسرارعالم مومند له تېرو دوو اونیو راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پښتنو قبایلي سیمو له ګڼو خلکو سره چې پکې قامي مشران، ډاکټران، انجینران، تعلمیافته ځوانان، زدکونکي، د مدني ټولنو کارکونکي، تاجران اوله هاغه خلکو سره لیدلي چې په وطن کې روانې ترهګرۍ ځپلي دي.
دی وايي چې د قبایلي سیمو ځوانان د خپلو سکولونو په ورانولو ډېر سخت خپه دي او ځايي خلک وايي د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې تر ټولو کره وسله ډرون بریدونه دي.
اسرا عالم مومند نور څه لیدلي ، له هغه سره د عبدالحي کاکړ په یوه تفصیلي مرکه کې یې واوری.