د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرو ملاتړ نه کوي. کر


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کر ټولې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګریزو ډلو ملاتړ وکړي.

رباني کر د زیارت په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ايشيا زړه هیوادونو کنفرانس وروسته خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې هیواد یې د افغان سولې بهیر کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر په کابل کې جوړ شوی پرونۍ کنفرانس د افغانستان او سیمې لپاره یو ډېرمهم پرمختګ وباله.

بل برنس چې د آسیا د زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره افغانستان ته تللی، د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د نژدې ګاونډیانو د ښه نیت ستاینه وکړه او وویل چې د دې غونډې بحثونو د افغانستان لپاره د یوه سوکاله او سوله ییز راتلونکې په برخه کې د دوی ښه نیت څرګند کړ. د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر، په ډاګه کړه چې امریکا به په دې برخه کې له افغانستان سره په هرګام کې ګډ کار وکړي.

پرون د آسیا زړه کنفرانس ته په خپله وینا کې ولسمشرحامد کرزي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتلي چې د افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت او اقتصادي ودې په برخه کې نورې هڅې وکړي. هغه په خپله وینا کې وویل، په اقتصادي او امنیتي برخو کې نوره همکاري به سیمه له ترهګري، بنسټ پالنې او تشدد څخه وژغوري.

افغان ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر به په هېواد کې د سولې په هڅو کې د پاکستان او د سعودي عرب د زیاتو مرستو د ترلاسه کولو په مقصد په نژدې راتلونکې کې دې دوو هېوادو ته لاړ شي.

بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته ځي چې هلته په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړي. مارک ګروسمن به د قطر له چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګروسمن به د قطر له سفر وروسته فینلېنډ ته لاړ شي او هلته به د افغانستان د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ګډون وکړي. په هیليسنکي کې د دې غونډې هدف د هغې لویې غونډې لپاره تیاري ده، چې د جولای په اتمه نېټه په توکیو کې جوړېږي. د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه بحث کېږي.

د افغانستان د تماس په ډله کې د نړۍ پنځوس هېوادونه او نړیوال موسسی غړیتوب لري چې په منظم ډول په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت له هڅو څخه د ملاتړ لپاره غونډې کوي.
XS
SM
MD
LG