د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرب پتي ملک ریاض معامله او عدالتي اثرات




پامیر ساحل – مشال راډيو

په پاکستان کې سپریم کورټ پر ملک ریاض د عدالت د سپکاوي د معاملې د اورېدنې پر مهال نوموړي ته ویلي چې د یوې اوونۍ دننه دې د ځان له پاره مشاور ونیسي. همدا راز، عدالت ملک ریاض ته امر کړی چې له رسنیو سره دې خبرې دې نه کوي. تر دې وروسته عدالت اورېدنه د جون تر ۲۱مې ځنډولې ده. ملک ریاض د نهې پر ورځ د سپریم کورټ د مشر جج افتخار چودري د زوی ارسلان چودري د مقدمې پر اورېدنې پوښتنې پورته کړې وې.

امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، د ملک ریاض هغه تورونه چې په کې یې ویلي د پاکستان د سپریم کورټ مشر جج افتخار چودري زوی ارسلان افتخار د ده د بدنامولو هڅې کړې وې او د ده له زومه یې شا و خوا ۳۷ کروړه روپۍ اخیستې وې.

د ارسلان افتخار په اړه د داسې تورونو له کبله د پاکستان سپریم کورټ مشر جج نوټس واخیست او د معاملې اورېدنه یې پیل کړه.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دې تورونو افتخار چودري ته ګواښ مخامخ کړی دی.

د نهې پر ورځ ملک ریاض عدالت ته او خبري غونډې ته وویل چې ارسلان افتخار ته یې په لندن کې د رخصتیو تېرولو، په مونټي کارلو کې د جوارۍ کولو او نورې زیاتې پیسې ورکړې دي.

ریاض وویل، په تېرو دوو کالونو کې یې نه یواځې دا پیسې د چیف جسټس افتخار چودري زوی، بلکې د نوموړي ښځې او نږور ته یې هم ورکړې دي.

ده تور پورې کړ چې ارسلان دی بدناموه.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د خبري غونډې پر مهال ملک ریاض دا هم وویل چې په تېرو مهالونو کې یې د شپې ناوخته د پاکستان له چیف جسټس سره لیدلي دي.

ده که څه هم پر افتخار چودري د درغلۍ تور پورې نه کړ، خو په لاس کې یې قران نیولی وو او و یې ویل چې ډېرې نورې خبرې به هم جوتې کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، اوس پر ملک ریاض د عدالت د سپکاوي له تور سره قاضیان دا هڅه کوي چې نوموړی له عدالته بهر نور تورونه پورې نه کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، دا نوې معامله کولای شي چې په پاکستان کې له نورو مهمو مسلو توجه لرې کړي.

اژانس لیکي، په پاکستان کې لویې مسلې خراب اقتصاد، د برېښنا نشتوالی او د طالبانو یاغیتوب دي.

اژانس زیاتوي، دا تورونه افتخار چودري ته هم زیان رسولای شي چې د ملکي حکومت پر ضد یې د درغلۍ معاملې را ایستلې دي او د دې هیواد قوي پوځ یې هم ننګولی دی.
XS
SM
MD
LG