د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشکال سږ کال بیا سیلاو ځپلي ډارولي




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په سیند صوبه کې له سیلاب او باران څخه اغیزمن شوي خلک وایي، چې سږ کال هم دوی په خپلوسېمو کې د د پشکال (وسې) د تیزو بارانونو او سیلابونو د ویره محسوسوي ـ تیر کال د سیلاب څخه تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې ضلعې بدین یو استوګن علي رحمان وایي په سیمه کې یو ځل بیا د پروسږ کال په څیر سیلۍ او بادونه شورو شوي دي او خلکو د ژغورنې کارونه پیل کړي دي ـ

علي رحمان زیاتوي، هاغه سېمې چې اوبه پکې ولاړې وې هغه وچې شوې دي خو اوس هم ځېنې داسې سېمې شته چې د پروسږني بارانونو اوبه پکې لا هم ډنډ ولاړی دي ـ

سیلاب ځپلو خلکو سره مرسته کونکې غیر دولتي ادارې بټایي ډویلپمنټ فاونډیشن یو مشر علي اکبر سانګي مشال ریډیو ته وویل، چې په سیلاب ځپلو سيمو کې تراوسه پورې یوازې ۵۰ فیصده کار د حکومت او مرستندویه ادارو لخوا بشپړ شوی دی خو لا هم ډېر کار پاتهی دی

((پروسږ کال بارانونو له سېمې د تېروندونکي نهر ښي لور ته جوړ شوی بند ټول وړی دی ـ له جیکب اباد ،کشمور او کند کوټ نه نیولې د سمندر تر غاړې پورې ټوله دغه پوله اوبو وړې وه،د دغې پولې د بیا جوړیدو پروسه ایله نیمه مکمله شوې ده ـ په دې لا هم کار روان دی ، خو که د پروسږ کال غوندې باران یا سیلاب بیا راغی نو زما خیال دی چې هر څه به لاهو کړي ))

سانګي زیاتوي ، مخکې کلنو کې سرکونه هم څه نا څه جوړ و او د نهرونو غاړې هم پخې او پیاوړې وې خو اوس حالات د پخوا په پرتله بیخي بدل دي ـ

د قدرتي افتونو د نظم ادارې چارواکي وایي سږ کال یې د ممکنه توپاني بارانونو او سیلابونو څخه د بچ کیدو په موخه ټولو صوبایي حکومتونو ته ویلي دي چې ددې له پاره باید پېسې ځانګړي کړي ـ د یادې ادارې مشر ظفر اقبال په دې اړه وايي،

((خدای مه کړه که دا ځل هم باران یا سیلاب راځي نو موږ به له مخکې د متاثره سېمو خلک خبروو ـ وړاندې به موږ یواځې د ژغورنې کارونه کول اوس به د خبرونې کار هم کوو ـ موږ د تېرو کلنو د سیلاب او بارانونو له تباهۍ څخه ډېره زده کړه کړې ده ))

د ظفراقبال په خبره که سږکال د معمول مطابق باران وشي نو هیڅ ویره نشته چې د پروسږ کال په څېر به اوبه کلیو او ښارونو ته ننوځي ،ځکه چې دوی د بیا رغونې دومره کار کړی دی چې د عادي بارانونو بوج برداشتولی شي ـ

د یادونۍ وړ ده چې د۲۰۱۱ کال د جولاي او اګست په میاشتو کې د پشکال بارانونو او سیلابونوڅخه دیادې صوبې په ۲۱ ضلعو کې څه له پاسه نوي لکه خلک له سیلابونو او بارانونو څخه اغیزمن شوي وو ـ په دغو اغیزمنو شویو خلکو کې لا هم یو شمیر د ژوند له اساسي اسانتیاو څخه بې برخې دي ـ
XS
SM
MD
LG