د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا حاجي باغچو په عمري بند محکوم کړ


حاجي باغچو چې يو افغان دی او د مخدره موادو يو له لویو نړيوالو قاچاقبرانو څخه يادېږي
حاجي باغچو چې يو افغان دی او د مخدره موادو يو له لویو نړيوالو قاچاقبرانو څخه يادېږي

هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- د امريکا په واشنګټن کې يوه فېدرالي عدالت حاجي باغچو ته، چې يو افغان دی او د مخدره موادو يو له لویو نړيوالو قاچاقبرانو څخه يادېږي، د نهې په ورځ د عمر قيد سزا واوروله- په نوموړي تور وو چې له دغه لارې يې له طالب وسله والو سره مالي مرستې کولې-

راپورونه وايي حاجي باغچو د پاکستان له پولې سره په لګېدليو سيمو کې د هيرويين جوړولو پټ لابراتوارونه لرل چې له دغه ځايونو به يې د نړۍ څه باندې شلو هېوادونو ته قاچاق کول- نوموړی په ۲۰۰۹ ز کال کې په پاکستان کې ونيول شو، چې څه موده له افغان مقاماتو سره وو، خو وروسته بيا د تحقيقاتو له پاره امريکا ته حواله کړل شو-

حاجي باغچو، چې ۷۰ کلن دی، د امريکا پر ضد د دوسيې د جوړولو، دې هېواد ته د مخدره موادو د لېږلو او له ترورستي فعالييتونو سره د ده د مرستو له پاره تېره مارچ مياشت تورن وپېژندل شو-
ايسوشي ايټېډ پريس اژانس ليکي، حاجي باغچو په دې ويلو سره چې د مخدره موادو د توليد د خپل پلار نيکه کسب يې پر مخ وړی، د امريکايي عدالت مخې ته خپله بې ګناهي اعلام کړه- په عين وخت کې د نوموړي وکيلانو، که څه هم ومنله چې موکل يې خطرناک جرمونه کړي، عدالت ته خواست وکړ چې د هغه روغتيايي حالت ورځ تر بلې خرابيږي، او ځکه نو بايد تر ټولو کمه سزا، چې ۲۰ کلونه جوړيږي، ورته ورکړل شي- خو امريکايي عدالت د څارنوالانو دلايل ومنل او حاجي باغچو يې په عمري بند محکوم کړ-

ای پي زياتوي، حاجي باغچو له طالب قوماندانانو سره، د هغوئ له خوا د خپل کاروبار د دفاع په بدل کې، نېغ په نېغه مالي مرستې کولې، چې طالبانو به پرې ډول ډول وسلې اخېستلې- اژانس دغه راز وايي چې د امريکا د مخدره موادو ضد ادارې له افغان مقاماتو سره په ګډه او د حاجي باغچو د ځينو نزدو او باوري کارمندانو په مرسته، په ۲۰۰۴ م او بيا په ۲۰۰۵ م کال کې د نوموړي پر ضد د پلټنو يوه لړۍ پيل کړه- د دوئ لاسو ته ورغلي د حاجي باغچو د تجارتي راکړو ورکړو اسناد ښيي چې نوموړي يوازې د ۲۰۰۶ ز کال په موده کې د شاوخوا ۱۲۳۰۰۰ کېلوګرامه هيرويینو په پلورلو څه د پاسه ۲۶۱ مليين ډالر لاسو ته راوړي ول-

په داسې حال کې چې وييل کېږي د نړۍ د مخدره موادو په سلو کې ۹۰ برخه په افغانستان کې توليد او له دغه ځايه قاچاقيږي، د حاجي باغچو په څېر د هيرويینو د نړيوال کاروباري تن بندي کېدل ښايي د هغو نړيوالو موسسو له پاره چې هڅه کوي د مخدره موادو د قاچاق سترې شبکې له منځه يوسي، يو د خوشالۍ زېری وی-
XS
SM
MD
LG