د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قرآني آیتونو د ناکامه ځانمرګو بریدګرو علاج


افغانستان: د کابل په ولسمشریزه ماڼۍ کې د یوې دستورې پر مهال چې ولسمشر حامد کرزي په کې ګډون وکړ، څه نا څه ۲۰ تنه ناکامه ځانمرګي بریدګر چې ډېر تنکي عمرونه یې ول وبخښل شول.
افغانستان: د کابل په ولسمشریزه ماڼۍ کې د یوې دستورې پر مهال چې ولسمشر حامد کرزي په کې ګډون وکړ، څه نا څه ۲۰ تنه ناکامه ځانمرګي بریدګر چې ډېر تنکي عمرونه یې ول وبخښل شول.


ژباړه : ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: رويټرز خبري اژانس

رويټرز خبري اژانس ليکي د افغانستان په پلازمينه کابل کې د سخت امنيتي څار لاندي يو مرکز کې يو ملا ناکامه ځانمرګي بريدکونکو ته د قران آيتونه وايي چې په اسلام کې ځان وژل حرام او لوی جرم دی.

دغه ملا په نصیحت کې ورته وايي ((تاسي د خپل ځان په وژلو جنت ته نه شی تلای ، په اسلام کې د دې ممناعت دی.))

د خبري اژانس په وينا د ملا د خبرو پر مهال په کوټه کې موجود ځيني له يو بل سره په خاموشي سر وخوځوي او ځيني ملا ته ګوري.

د افغانستان استخباراتي اداره چې ورباندې له قيديانو سره د تشدد کولو نيوکې کيږي، وايي دغه ځوان کُل چې ذهنونه يې ورته د ځانمرګي بريدونو لپاره تيار کړل شوي، د قران پاک له لاري يې اوس د پاکولو هڅې کوي او په دې يې پوه کوي چې د دوی پارونکي په غلطه دي.

خبري اژانس ليکي په افغانستان کې تر ۲۰۰۴ کال پوري د ځانمرګو بريدونو تصور نه وو خو اوس يې حکومت په داسې حال کې له اندېښنو سره مخامخ کړی دی چې کله په ۲۰۱۴ کال له دغه هيواد بهرني ځواکونه ووځي نو نوي روزل شوي حکومتي ځواکونه به یې د امنیت کنټرول ساتي.

که يو خوا ته د ځانمرګو بريدونو د مخنيوی لپاره د حکومتي ودانو مخي ته لوی لوی ديوالونه وهل شوي نو بلخوا د ځانمرګو بريدوکونکو چې فکر يې وراړول شوی دی مبارزه کوي.

خبري اژانس د افغانستان د استخباراتي ادارې د وياند لطف الله مشال له خولې وايي ((موږ د دوی نفسياتي علاج کوو ، دغه ځانمرګو بريدګرو ته د طالبانو له وحشت ډک فلمونه ښودل کيږي چې په جوماتونو کې يې په زرګونه کسان وژلي دي.))

دوی زياتوي چې ((زياتره ماشومانو ته مالومه نه ده چې د څه کار لپاره روان دي او د افغانستان په اړه غلطې کيسې ورته ويل شوي دي.))

خبري اژانس ليکي په دغه کوټه کې د زياتره کسانو اوس بريتونه راغلي او زيات وخت يې په پاکستان کې د مهاجرت ژوند تير کړی دی. خبري اژانس له ځينو ځانمرګو بريدګرو سره خبرې کړې او د دوی په وينا دا ورته ويل شوي چې په افغانستان کې اسلام په خطر کې دی ځکه چې په دغه هيواد کې بهرني ځواکونه شتون لري او پر ښځو جنسي تيری کيږي.

خبري اژانس د ۱۸ کلن عبدل وهاب، چې له قندوز ولايت سره تعلق لري او د پاکستان په پنډۍ ښار کې د ميو په منډۍ کې يې کار کولو، له خولې وايي ((د يو مسلمان په توګه ما غوښتل چې په دي مشن کې خپل رول ولوبوم. څلور واره مې د بهرنيو ځواکونو د کاروان الوزولو هڅې وکړې خو ناکامه شوم.))

د عبدل وهاب په وينا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د بربريت په اړه يې ډيرې کيسې اوريدلې وې. وهاب زياتوي ((دوی ته په پيښور کې د ۱۵ ورځو روزنه ورکړل شوې وه چې څنګه به په موټر کې چونکي مواد الوزوي.))

د افغانستان حکومت وايي په زرګونو اورپکي د پاکستان قبايلي سيمو له لاري افغانستان ته اوړي او عمليات کوي خو د پاکستان حکومت وايي د هغوی د مخنيوي لپاره هر ممکن کوښښ کوي او افغانستان د هيواد دننه د غير مستحکم کيدو تورنه په بل هيواد لګوي.
XS
SM
MD
LG