د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا و پاکستان خبرې په ټپه درېدلې





د پاکستان او امریکا تر مینځ په افغانستان کې میشت د نړیوالو ځواکونو لپاره د رسد لارو په پرانستلو خبرې په ټپه دریدلې دي. د پیڼټاګان ویاند جارج لیټل وایې، دوی د خبرو اترو لپاره خپل لیږل شوي کسان بیرته ورغوښتي دي، او زیاتوي، د دغه امریکایي ډلې څه کسان له اسلام آباده روان شوي، او نو به هم ډیر زر ستانه شي.

جارج لیټل دا هم وویل، که چیرې حالات بدل شول، نو د دوی کسان تیار دي ، چې زر تر زره بیرته پاکستان ته وګرحي، او زیاته یې کړه، د پینټاګان یو مشر چارواکی پیټر لو د پاکستان له جګپوړو چارواکو سره خبرې وکړې، خو د پوځ د مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني سره د لیدو کتو اجازت ورته ور نه کړل شو.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مرستیال قوماندان لیفټننټ جنرل کرټیس کیپیروټي وایي د لارو بندیدو د دوی په کارونو څه اثر نه دی کړی.

د تیر کال په نومبر کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ۲۴ پاکستانیو عسکرو د وژل کېدو وروسته ددغه پېښې په غچ کې پاکستان د ناټو پر مخ لارې وتړلي.
XS
SM
MD
LG