د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې سږ کال ۷۴۰ کسان ووژل شوي دي




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د انساني حقونو له پاره کارکونکي ګوند هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان چارواکي وایي د تېرو پنځه میاشتو په موده کې په کراچۍ ښار کې ۷۴۰ کسان د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي ـ د یاد شوي کمیشن د سند څانګې مرستیال مشر امرنات مشال ریډیو ته ویلي دي چې زیاتره وژنې د ژبني ،سیاسي او فرقه ایزو تربګنیو له وجې مخې ته راغلي دي ـ

((موږ په دې وژنو انديښنه ښودلې ،بې شکه چې په لږه موده کې ډېر زیات خلک وژل شوي دي ـ د کټي پهاړي په سېمه کې چې کومې وژنې رامخې ته شوي دي هغه ژبنی رنګ لري ـ د لیارۍ د عملیاتو په مهال رامنځته شوې وژنې بیا ځانله رنګ لري دغه شان سیاسي او فرقه ایزو نښتو کې هم ډېرې وژنې شوي دي ـ او دا رحجان په ښار کې وخت تر وخته خطرناکه بڼه خپلوي ))

په تېرو پنځه میاشتو کې د تاوتریخوالي دزیاتره پېښو مرکزونه اورنګي ټاون،لیاري ټاون او د ښار مرکزي برخې وې ـ په لیاري ټاون کې د امنیتي ادارو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي و چې د پولیس سرتیرو په ګډون پکې ښځې او ماشومان هم شامل و ـ ددې ترڅنګ د ښار په مرکزي سېمه د مۍ په ۲۲ نېټه د سندي ملت پاله ډلو په لاریون د ډزو په ترڅ کې ۱۲ کسان وژل شوي و ـ

د ښار اورنګي ټاون په سېمه کې د نامالومه کسانو په ډزو د یوې هفتې په موده کې په لسګونو کسان وژل شوي و ـ دغو کسانو کې د یادې سېمې د فرید کالونۍ یو شمیر کسان هم شامل و چې د وارثانو په وینا یې دغه ټول عام وګړي و
د صلاح الدین په نوم د وژل شوي یو تن مور وایي ((خپله مزدوري یې کوله ، خپله ددو لاسو خواري یې کوله ـ نه په کومه پارټۍ کې و نه په بل څه کې ـ ساده باده د خدایې عاجزه زوي مې و))

یو بل تن چې ورور یې ددغو وژنو قرباني شوي دي وایي ((زما د ورور نوم لطف الله و او هغه د رکشې ډریور و،شپږ بچي یې دي ـ د هغه شناختي کارډ یې چیک کړې وو او چې ټوله پته یې ورله مالومه کړې وه نو بیا یې ۱۱ ډزه ویشتلی و))

فرید کالونۍ د اورنګي ټاون هغه سېمه ده چې د سرک یوې غاړې ته یې پښتانه او بلې غاړې ته یې اردو ژبه ویونکي په ګڼ شمیر کې اوسیږي ـ

د ایم کیو ایم ډلې د مطبوعاتي دفتر په وینا تیرو پنځه میاشتو کې ددوي د ډلې ۸۸ کسان په نښه شوي دي ـ له دې علاوه د پیپلز ګوند ،لیارۍ امن کمیټۍ،ایم کیو ایم حقیقي ، سندي ملت پاله ګوندونو غړي هم په ددغو پېښو قرباني شوي دي ـ

د عوامي نیشنل ګوند سند څانګي د اطلاعاتو سیکرټري پیرریاض ګل وایي وژل شویو کسانو کې زیاتره پښتانه چې په دغو پښتنو کې ددوي د ګونډ غړي او عهدیداران هم شامل دي ـ

((د نوي کال د ړومبۍ ورځي نه تراوسه د عوامي نیشنل ګوند ۵۴ کسان وژل شوي دي ـ دې کې زموږ د ګوند سیمه ایز عهدیداران هم شامل دي ـ زیاتره پېښې اورنګي ټاون،کورنګۍ،ناظم اباد او لانډي په سېمو کې مخې ته راغلي دي ))

د تېرو پنځه میاشتو په موده کې د شیعه او سني مسلک سره تعلق لرونکي وکیلان او ډاکټران هم وژل شوي دي چې د پولیسو په وینا دغه ډول وژنې فرقه ایز رنګ لري ـ

د کراچۍ پولیسو که څه هم وخت په وخت د تاوتریخوالي په پېښو کې د ککړو عناصرو د نیولو دعوې کړي دي او ویلي یې دي چې د روان کال له پیل راهیسې دوی له ۵۰ زیات هدفي وژونکي نیولي دي ،خو بیا هم د ښار په مختلفو برخو کې د هدفي وژنو او اخ و ډب پېښې دي چې لا هم رواني دي ـ
XS
SM
MD
LG