د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېټو ته مال وړنکې په سلګونه ګاړي په ټپه ولاړ دي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: په افغانستان کې مېشت نېټو ځواکونو ته د سامان وړونکو ګاړو مالکان وایي د تېرو څو میاشتو راهسې یې ګاړي د پاکستان په مختلفو برخو کې خواره واره ولاړ دي چې له وجې یې یوې خوا ته روزګار په ټپه دریدلې او بلې خوا ته هر وخت دوی ته د سامان او ګاړو د سوزیدو او نور زیان د رسیدو ویره وي ـ

د آل پاکستان ګډز ټرانسپورټ ویلفیېر ایسوسي ایشن مشر خان دل خان نیازی وايي ، تير کال د سلاله په پوسته د برید روستو دحکومت له خوا نېټو ته په سامان وړلو د ناڅاپي بندیز د اعلان له وجې ددوی ګاړي د کراچۍ نه تر خېبره په مختلفو برخو کې د شنه اسمان د لاندې ولاړ دي ـ

((په بېلابیلو کلیو کې دغه ګاړي ودرول شوي دي ـ اکثره ډریورانو اومالکانو بار ګاړي د خپلو کورونو مخو ته درولي دي ، چا د تیلو په پمپونو کې درولي دي ، او چا د هوټلونو مخې ته ـ دا شاوخوا ۱۵۰۰ ګاړي دي ،چې یوازې دوه سوه ګاړي یې د کراچۍ په دوو ټرمینلو کې ولاړ دي، پاتې ټول خواره واره دي ـ د کراچۍ په ټرمینلو کې چې کوم ګاړي ولاړ دي د هغې د ساتنې له پاره هم څه ګامونه نه دي اخیستل شوي او صرف درې شخصي ساتونکي ددې په ساتنه ګمارل شوي دي ))ـ

د خان دل خان نیازي په خبره په دغو کنټینرونو کې بیلابیل قسم سامانونه دي ، پوځي جیپان هم پکې دي ـ ددې ترڅنګ ډېر داسې کنټیرونه هم دي چې ایرکنډیشن ورته لګیدلي و ـ د هغو ګاړو ایرکنډیشنې یوه میاشت چلیدلي دي او بیا بندې شوي دي او ددې مطلب دادې چې کنټنرونو کې پراته څیزونه به له کاره وتلي وي ـ
یو ټرانسپورټر سلطان زیب وایي دوه ګاړي یې څه له پاسه د شپږو میاشتو راهیسې ډک ولاړ دي ـ د هغه په خبره که دوي دغه مالونه دوي له خپله انده کوز کړی نو د کسټم او ټرانسپورټ د قانون مطابق د دوی ګاړي نور سامانونه د کراچۍ له بندره نشي اوچتولی ـ نوموړی زیاتوي د ګاړو د ودریدو سره یې کاروبار ودریدلې او په هیڅ نه پوهیږي چې څه وکړي

((ځینې ګاړي د روژې د میاشتې راهسې ولاړ دي ـ ډک ګاړي ولاړ دي ـ د هغو نه دیاړي شته نه بله څه ذریعه ـ په دې اړه نه څه خبره وشوه او نه بل څه ـ تکلیف دی ـ ډک ډک ګاړي ولاړ دي ـ ټرانسپورټ زموږ د پلار د نیکه د وختو کاروبار دی ـ زموږ کومه پوله پټی نشته چې موږ ورته کینو ـ زموږ هر څه په دې ټرانسپورټ اډانه وي ))

د آل پاکستان ګډز ټرانسپورټ ویلفیر ایسوسي ایشن مشر وایي نیټو ته په سامان وړلو کې تر ۲۰۰۰ پورې ګاړي مصروف و،چې هره ورځ به د ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پورې ګاړي د کراچۍ نه د بګرام او یا هم د کندهار له پاره باریدل ،

((دې وایي د هر ګاړي سره دوه ډریورانو او یو کلینډر کار کولو ، د مالک د ګټې وټې ذریعه هم دغه ګاړی و ـ دیو ګاړي د ودریدو سره د څلورو کورنیو کار خراب شو ـ دا خو صرف نېټو ته د سامان وړونکو ګاړو خبره ده ـ د تیلو وړونکو ټینکرو تاوان ددې نه علاوه دی ـ تیل وړونکي ګاړي هم په زرګونو دي)) ـ

د خان دل خان نیازي په وینا زیاتره ټرانسپورټران د خپلو ګاړو څخه ددغو سامانونو کوزولو ته تیار دي خو نه خو حکومت او نه ټیکداران ددغو سامانونو په خپله ولکه کې اخیستو ته چمتو دي ـ
هغه زیاته کړه د بار ګاړو د ودریدولو له کبله نو یوازې د ګاړو له پاسه پراته سامانونه خراب شوي دي بلکې د ګاړو انجونونه او ټایرونه هم له کاره وتلي دي.
XS
SM
MD
LG