د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ۳۵ زره ځوانانو ته به نوکرۍ ورکړل شي.


د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني


د پاکستان وزيراعظم سید يوسف رضا ګيلاني ويلي دي چې د بلوچستان ۳۵ زره ځوانانو ته به نوکرۍ ورکړل شي.

نوموړې د کوټې د دورې پر مهال په کمانډ اېنډ سټاف کالج کوټه کې د دوينا پر مهال وويل چې حکومت به د بلوچستان د محرومۍ احساس لري کولو او په صوبه کې د امن پر ځای کولو لپاره ځانګړې ګامونه پورته کوي.

هغه زياته کړه چې په ۷م اېن اېف سي اېوارډ کې د بلوچستان برخه له ۴۰ اربه روپو څخه ۱۲۰ اربه روپۍ ته زیاته شوې ده.

وزيراعظم د بېنظير انکم سپورټ پروګرام په اړه وويل چې په دې لړ کې د بلوچستان بې وزله کورنيو ته ۵ اربه روپۍ ورکړل شوي دي خو ۱۰ اربه روپۍ به نوري ورکول کېږي.

د پاکستان وزيراعظم د بلوچستان دوه ورځنۍ دوره پر داسي مهال کړې چې يوې خوا ته په صوبه کې د ناامنۍ پيښې زياتي شوي او بلخوا د صوبې وګړي او حکومت له مرکزي حکومته ګيله لري چې دوی له وسايلو محرومه پاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG