د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ګېسه دې مالییه واخیستل شي که نه نو احتجاج کوو"




ظفرکريمي مشال ريډيو

کراچۍ:- په پاکستان کې د قدرتي ګیسو یا سي این جي پمپونو مالکانو اتحادې او د ټرانسپورټرانو اتحادیې ویلي دي که حکومت په اوسني بجټ کې په دغه ګیس لګول شوی ټیکس لېرې نه کړي نو دوي به د شورو یا چهارشنبې د ورځې څخه تر نامالومې مودې کاربندیز شورو کړي ـ

دوي دا خبرې د اتوار په ورځ د کراچۍ په پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې کړي دي.

د خبري غونډې په مهال د سي این جي ګیسو اتحادیې ال پاکستان سي این جي اونرزایسوسي ایشن ، کراچۍ ټرانسپورټ اتحاد او آل پاکستان پټرولیم ډیلرز ایسوسي ایشن مشران موجود وـ

غونډې ته په وینا کې د سي این جي اونر ایسوسي ایشن مشر ملک خدابخش وویل چې د نوي ټیکس د لګولو څخه به دغه ګیس د ۱۲ نه تر ۱۳ روپو پورې في کلو ګران شي.

((حکومت په مونږ اوس یو بل ټیکس لګوي ـ مونږ وار دمخه ټیکسونه ورکوو ـ دې نوي ټیکس ته سیس ویلی شي ـ که حکومت مونږ سره ددې میاشتې تر ۶ نېټې پورې ددې ټیکس د پريښودو په اړه خبره کوي نو مونږ خبرې ته تیار یو او که حکومت څه نه کوي نو مونږ د دوه د شورو د ورځې څخه تر نامالومې مودې پورې په کاربندیز پیل وکړو ))


ددوي وینا وه چې په سي این جي د لګول شوي نوي ټیکس په ضد به دوي نن یعنې ګل په ورځ سند هایي کورټ کې هم درخواست جمع کوي ـ

خبري غونډې ته په وینا کې د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادیې مشرانو وویل چې اوس د سورولو زیاتره بسونه ،رکشې او ټیکسي په قدرتي ګیسو یا سي این جي چلیږي او ددغو ګیسو په نرخ کې د زیاتوالي څخه به نه یوازې ددوي په کاروبار اثر وغورځیږي بلکې ددې څخه کرایانو کې هم زیاتوالی راشي چې له وجې به یې د سورولو په بسونو ،ټیکسي او رکشو کې سفر کونکو خلکو په ژوند هم اثر پریوزي ـ د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحایې مرستیال مشر سید محمود شا افریدي وایي،

((چې سي این جي ۱۲ یا ۱۳ روپۍ ګرانه شي،دا پېسې د مونږ نه وصولیږي ـ مونږ بیا د کرایه د ګرانیدو خبره کووـ که د کرایه د ګرانیدو ووایو نو ولس به شور کوي او مونږ ته به مسلې پیدا کیږي ـ کراچۍ کې اتلس زره د سورلو بسونه دي ـدې کې ۱۴ زه بسونه او کوچونه په سي این جي چلیږي ـ پرایوټ ګاړي او رکشې هم په دغه ګیس چلیږي ، نو ځکه مونږ هم دسي این جي د نرخ د ممکنه زیاتوالي په ضد د هرتال حمایت وکړو))

یادې غونډې ته په وینا کې د سي این جي ایسوسي ایشن یو بل چارواکي سلیمان سلیمان جي وویل چې اوس مهال په ټول پاکستان کې ۳زره او ۶۰۰ سي این جي پمپونه شتون لري او ددغه ګیس سره د ۱۰ لکو په شاوخوا کې د خلکو کاروبار تړلی دی ـ ددې ترڅنګ نزدې ۴۰ لکه خلک ددغه ګیس صارفین یا کارونکي دي ـ د هغه په خبره د نوي ټیکس د لګولو سره به دغو ټولو خلک متاثره شي ـ

د نوموړي په وینا حکومت هوډ لري چې نوې ټیکس د راتلونکي کال د ړومبۍ نېټې څخه نافذ کړي او دا په دې موخه لګوي چې د پاکستان او ایران ترمنځ د ګیس نل لیکي او د ترکمنستان،هندوستان،افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرونکي ګیس نل لیکي د پاره ترې ۱۳ اربه روپۍ ترلاسه کړي ـ د هغه په خبره دغه پروژې لا تراوسه د شریکو ګټو ګډ کونسل څخه منظور شوي نه دي نو ځکه مخکې د مخه د حکومت لخوا په ډول ډول په دې بهانو د سیس په څیر لګول شوي نوي ټیکسونه بې بنیاده دي ـ
XS
SM
MD
LG