د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي ترهګرو ته پنا نه ورکوي


شفیق الله طاهري خبري غونډې ته وینا کوي
شفیق الله طاهري خبري غونډې ته وینا کوي
بشير ګواښ
---------------

افغان چارواکو د پاکستان د بلوچستان د فرنټير کور د مشر دا دعوه رد کړي چې افغانستان کې د بلوڅ ملت پالو وسله والو ديرش تربيتي مرکزونه دي. د افغانستان د استخباراتو د ادارې وياند شفیق الله طاهري په يوه خبري غونډه کې وويل:

((زه وايم که په افغانستان کې داسې تربيتي مرکزونه وي نو دوی [پاکستان] دې مهرباني وکړي موږ ته دې ووايي چې په کوم ځای کې دي؟ موږ به هيڅکله په خپله خاوره کې د ترهګرو کمپونو ته اجازه ورنه کړو.))

له دې وړاندې پرون د بلوچستان د فرنټير کور يا سرحدي ځواکونو مشر میجر جنرل عبيدالله خان خټک په يوه خبري غونډه کې ويلي وو:

((افغانستان کې د دوی [بلوڅ وسله والو] مرکزونه دي او ډير مالي ملاتړ يې کيږي. افغانستان کې بهرني ځواکونه هم له دې خبر دي خو سترګې پرې پټوي او د فعاليتونو مخنيوی يې نه کوي.))

عبيدالله خان خټک همداز وويل چې په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو سره د شلو ملکونو استخباراتي ادارې مرستې کوي، ۱۲۱ مرکزونه يې په بلوچستان او ديرش يې په افغانستان کې دي خو د بلوچستان پخواني ګورنر، د پوځ پخوانی افسر او د مسلم ليګ نون د قامي اسمبلۍ غړی ليفټيننټ جنرل عبدالقادر بلوچ مشال ريډيو ته وويل:

(( دا ډيره لويه مبالغه ده. که په بلوچستان کې د پاکستان ګاونډيان مداخله کوي نو هغوی يې د ځينو وجوهاتو له کبله کوي لکه که د افغانستان له خوا مداخله کيږي نو دا دلیل يې جوړيدای شي چې افغانان وايي موږ د هغوی په کورنيوو چارو کې ګوتې وهو او غواړو ملک يې زموږ په خوښه وچليږي او زموږ د خوښې حکومت وي پکې!))

هغه زياته کړه چې پر نورو د ګوته ایښودو پر ځای بايد د بلوچستان د خلکو مسايلو ته پام وشي.

(( بنيادي خبره دا ده چې خپلې مسلې ته حل راوباسو ترڅو بل څوک د مداخلې جرات ونه کړي. دا وخت د بلوچستان اقتصاد ډير زيات خراب دی. بلوچستان بې حده وروسته پاتې دی. له نور ملک څخه لس چنده وروسته پاتې دی. له دې وروسته والي څخه به نور خلک ګټه اخلي او ورته وايي به چې موږ ستاسي حالت ښه کولی شو.))

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ادارې په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو په لاس د خلکو په لادرکه کولو او دايف، سي پر ډيرو واکونو انديښنې ښودل شوي، ميجر جنرل خټک ويلي دوی د وفاقي حکومت تر لاس لاندې دي نه د صوبايي حکومت خو ليفټيننټ جنرل عبدالقادر بلوچ وايي:

((د پاکستان قوانين دا وايي چې ملکي امنیتي ځواکونه يا پوځ کومې صوبې ته غوښتل کيږي نو د صوبايي حکومت د لارښوونې او اجازې ترمخې خپل کارونه کوي خو بدقسمتي دا ده چې که څه هم ایف، سي د بلوچستان حکومت په خوښه راغوښتل شوي مګر هره کاروايي چې کوي، پر قوانينو عمل نه کوي، په خپله خوښه لګيا دي او ځان ملکي حکومت ته جوابده نه ګڼي. بل خوا صوبايي حکومت په درغليوو ککړ دی، بې کاره دی، ختم دی، په قوانينو نه پوهيږي او نه هم پکې دومره جرات شته چې له ايف سي څخه پوښتنه وکړي چې تاسي موږ راغوښتي یاست، که زموږ په خوښه کار کوئ ښه ، کنه نو په مخه مو ښه! همداراز که ایف، سي دا فکر کوي چې د خپل عمل لپاره جوابده نه دي نو دا غلطه خبره ده. که دوی څوک په غيرقانوني توګه ووژني نو دا په ماورای عدالت قتل کې راځي او سزا به يې ويني.))




د بلوچستان نیشنل پارټۍ غړی او پخوانی سينيټر ثناالله بلوچ وايي د بلوچستان مسله به هله حل شي چې د امنيتي ځواکونو د زور مخه ونیول شي، بلوچانو ته د صوبې په شتمنۍ کې خپل حق ورکړل شي او د پوځي هغو پر ځای سياسي عمل پياوړي کړل شي. د هغه په وينا په ايف، سي ځواکونو څوک تنقيد هم نه شي کولی. نوموړي مشال ريډيو ته وو
ثنا الله بلوڅ
ثنا الله بلوڅ
يل:

((که دا ووايو چې ایف، سي له بلوچستانه وباسۍ نو وايي چې دا د ملک دښمن دی. وايي دا د پاکستان د سالميت خلاف تبليغ کوي. د ايف، سي د مشر غبرګون دا مانا لري چې دوی تنقيد نه برداشت کوي او که څوک د ايف، سي خلاف خبره کوي نو هغه د ملک دښمن ګڼل کيږي، کور يې ورخرابوي. ترڅو پورې چې د امنيتي ادارو په کار کې بدلون او اصلاح نه وي راغلي تر هغې پورې به د بلوچستان دا تنازعه او دا جګړه هيڅکله خلاصه نه شي ))
XS
SM
MD
LG