د لاسرسي ځای

تازه خبر

لشکر اسلام له ډاکټر شکیل اپرېدي سره تړاو نه مني


د خیبر په باړه کې لشکر اسلام ډلې منګل باغ د وینا پر مهال
د خیبر په باړه کې لشکر اسلام ډلې منګل باغ د وینا پر مهال



لشکر اسلام اورپکې ډلې له ډاکټر شکېل سره د تړاو لرلو خبرونه رد کړي او وايي که هغه په لاس ورغلی نو ان به یې وژني. . د پنج شنبې په ورځ د وسله والي ډلي غړو ويلي چې د ډاکټر له لشکر اسلام سره تړاو يوه بې منطقه خبر ده.

د دوی دا بیان له هغې وروسته راغلی چې پاکستاني چارواکو پر ډاکټر شکېل اپریدي له لشکر اسلام سره د تړاو تور لګولی وو. نوموړي د اسامه بن لادن په موندلو کې له سي آی اې سره مرسته کړې وه.

تېره اونۍ ډاکټر شکيل اپرېدي ته د ۳۳ کالونو د بند سزا اورول شوې وه. روانه اونۍ د عدالتي فیصلي په ډاګه شویو دستاویزونو کې راغلي چې ډاکټر په دې نه دی ګرم ګرځول شوي چې د اسامه بن لادن د ځای ځایګي په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې بلکې له لشکر اسلام ډلې سره نژدې تړاو لري چې په تښتونو او کلنګ اخیستو ککړه ده.

امریکايي ځواکونو څه باندې یو کال وړاندې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې له یوې پوځي چاوڼۍ سره نزدې په حانګړو عملیاتو کې اسامه بن لادن ووژلو.
XS
SM
MD
LG