د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان دې ټولې مرستې ودرول شي. پاول


د امريکا د کينټکي رياست څخه د ريپبلکن ګوند غړی او د ټي پارټي نومي تحريک يو مشر رانډ پال
د امريکا د کينټکي رياست څخه د ريپبلکن ګوند غړی او د ټي پارټي نومي تحريک يو مشر رانډ پال



د امريکا يوه محافظه کاره سنيټر پر خپل هيواد پاکستان ته د مرستو دځنډولو او ډاکټر شکيل اپريدي ته د شهريت ورکولو غږ کړی دی.

د امريکا د کانګرس غړي لا د وړاندي غواړي چې پاکستان ته ورکيدنکي مرستي دي ودرول شي.


دا ګام ډاکټر شکيل آفريدي ته د خیبر ايجنسۍ د پولټيکل انتظاميه له خوا د سزا اورولو وروسته اخستل شوی وو.


فرانس پريس خبري اژانس وايې د امريکا د کينټکي رياست څخه د ريپبلکن ګوند غړی او د ټي پارټي نومي تحريک يو مشر رانډ پال وايې تر څو پاکستان د ډاکټر شکيل اپريدي سزا ختمه نکړي امريکا دي دې هيواد ته د مرستو ورکړه ودروي.


نوموړي ډاکټر شکيل اپريدي ته د شهريت ورکولو غوښتنه هم کړې ده. رانډ پال په راتلونکې اونۍ کې د سينټ په غونډه کې په دې اړه د يوه قانو ن راوړلو ژمنه هم کړې ده.


د اژانس په وينا سنيټر رانډ پال ويلي پاکستان بايد پوه شي چې په يوه غلطه لاره روان دی.


نوموړي په يوه بيان کې ويلي پاکستان پر شکيل اپريدي ددې هيواد پر ضد د کار کولو تور لګوي خو په اصل کې هغه د القاعدې د مشر په نيولو کې د امريکا مرسته کړې وه.


دی پر مخ وايې یقيني خبره ده چې پاکستان به له يوه نړيوال ترهګر تنظيم سره خپلې ګټې نه تړي.


د اژانس په خبره د امريکا د آئين لومړۍ ماده کانګرس ته دا حق ورکوي چې د شهريت ورکولو لپاره يو شان اصولونه و ټاکي خو په اوس وخت کي دا يوه نا بلده خبر ده چې د کانګرس غړي دي له اعزازي شهريت ورکولو پرته د افرادو پر شهريت باندي غور وکړي.


د يوولسم سپټمبر وروسته امريکا، پاکستان ته اتلس اربه ډالره ورکړي دي. خو امريکايې چارواکي ويره لري چې د پاکستان زورور پوځ او جاسوسي ادارې ځيني کړۍ اوس هم د سختدریځو مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG