د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسيبه شهيد په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه


د حسیبه شهید د جنازې لمونځ ادا کېږي
د حسیبه شهید د جنازې لمونځ ادا کېږي


بازمحمد عابد، مشال راډيو

جلال اباد: د حسیبه شهید د جنازې لمونځ د سې شنبې / نهې په ورځ ماسپښين درې بجې د جلال اباد هډې فارم کې ادا شو او مړی يې د ننګرهار ولايت د خيوې ولسوالۍ د بازارک کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې په مراسمو کې دارواښادې په خپلوانو سربيره، خبريالانو، شاعرانو او د حسيبې د غږ مينه والو د سلګونو په شمير کې ګډون کړی وو.

د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزيون ريس انجنير زلمي د حسيبې مړينه د ژورناليزم په ډګر کې يوه نه جبرانيدونکې ضايع وبلله.

« څومره چې حسيبه ما پيژنده، ډيره ښه ژورنالسته او ليکواله وه. کله چې به موږ د مشال راډيو له لارې، هغه اورېدله نو ادبي او ژورنالستيکه تنده به مو پرې ماتيدله. هغې د خبر ليکلو، خبر جوړولو او خبر ويلو ښه استعداد لرلو. په دغو ټولو ساحو کې يوه وتلې ژورنالسته وه. مړينه يې د ټول پښتون قام او ولس لپاره يوه ستره ضايع بولم.»

د حسيبې له جنازې سره له کابله هم يوه ډله ژورنالستان راغلي وو.

په کابل کې د ميوند راډيو ټلويزيون د خبري څانګې مشر شاه زلمي زلمي خپل تاثرات له مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کړل:

« حسيبې يوازې د ژورناليږم په برخه کې کار نه کولو، بلکې زموږ د ادب او هنر برخه هم پرې غني وه. هغې ډير ښه شعر هم وايه، او هغه ټول اخلاق او خويونو چې يو ښه ژورنالست يې بايد لري، په دې کې راټول وو. له دې نه علاوه هغې د خلکو سره ډير ښه برخورد کولو. په ځانګړې توګه له ژورنالستانو سره يې داسې برخورد کولو لکه د يوه خور او ورور تر منځ چې وي. د ژورناليزم په کور کې يې ځان ته خاص ځای جوړ کړی و.»

د ننګرهار پوهنتون استاد او د بي بي سي راډيو خبريال ببرک مياخيل وايي چې حسيبې د ژورناليزم په ډګر کې د يوې ښې ژورنالستې په توګه ځان تثبيت کړی و.

« حسيبه شهيد يوه ډيره ښه نطاقه او يوه ډيره ښه ژورنالسته وه. کله چې به ما د هغې ريپوټونه اوريدل، د يوې ښې ژورنالستې په توګه رامخته کيده. يو خو په پښتنو کې د ښځينه ژورنالستانو بيخي کمی دي او هغه نجونې چې دې ډګر ته راوتي ، يوه نيمه به په کې د حسيبې په څير وي. زه د يوه ژورناست په توګه د هغې کار ډير پياوړی ارزوم. »

داود شهيد چې حسيبه شهيد يې کشرۍ لور وه، مړينې يې تر بل هر چا زيات دردولی، ده مشال راډيو سره خپل تاثرات دا رنګه شريک کړل.

« زما اولاد و. په داسې انقلاب کې پيدا شوه چې جنګونه لا خلاص نه دي. سوله لا وطن ته نه ده راغلې او هغې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. هغې د سولې لپاره ډيرې هلې ځلې وکړې، تاسو ته مالومه وه هغه يوه ژورنالسته وه. زما لور وه هغه هم شاعره شوې وه. هغې خپل هيواد او خپل وطن ته د دغې ډګر نه ډير خدمت کړی دی. هغه ډيره ايمانداره وه. قاري د قران وه، په څو ژبو پوهيده. د خدای امر ته موږ تابع يو. موږ ټول مرو خو دا پنځمه حادثه ده چې موږ ته پيښيږي.»

د يادولو ده چې حسيبه شهيد تر ۲۰۱۰ کال پورې په کابل کې د ازادۍ راډيو خبرياله وه او د تيرو دوه نيمو کلونو راهيسې د چېک جمهوريت پلازمينه پراګ کې د مشال راډيو سره يې د پروډيوسرې په توګه دنده تر سره کوله چې همهلته د يوې ټرافيکي پيښې له امله د مۍ په ۱۷مه نيټه د ۲۹ کلونو په عمر مړه شوه او د مۍ په ۲۹ نيټه يې مړی د ننګرهار د خيوې ولسوالۍ د بازارک کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
XS
SM
MD
LG