د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي، لادرکه بلوڅان لټوو





راپور: احمد شاه اعظمي

پراګ:- د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د نهي په ورځ په اسلام آباد کې د لادرکه کسانو پر موضوع د لوړې پايې غونډه راوبلله چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل اشفاق پروېز کياني په ګډون يو شمېر لوړ پوړو مرکزي او صوبايي چارواکو ګډون پکې وکړ. تر دې وړاندي د روانې مياشتې پر ۲۶مه نېټه هم د سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن لخوا د بلوچستان پر موضوع د ټولو سياسي ګوندونو کانفرنس رابلل شوی و چې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو په ډاګه پر پوځ او استخباراتي ادارو نيوکې وکړې چې په بلوچستان کې ولسي وګړي تښتوي او تر وژلو وروسته يې خراب شوي مړي غورځوي.

د وزيراعظم ګيلاني لخوا دا غونډه په داسې حال کې رابلل شوې وه چې د ګل په ورځ هم په بلوچستان کې ۷ خراب شوي مړي وموندل شول. که څه هم له بلوچستانه د لادرکه کسانو د شمېر په اړه د حکومت او بلوڅ ملتپاله سياسي ګوندونو تر منځ توپير دی خو حکومت دا خبره مني چې يو شمېر بلوڅان لادرکه شوي دي چې دوی يې د پيدا کولو او خوشي کولو هڅه کوي.

د پاکستان پخوانی سېنېټر او بلوڅ سياسي مشر ثنا بلوڅ وايي چې د يوې اندازې له مخې تر اوسه د ۸۰۰۰ په خواوشا کې بلوڅان تښتول شوي دي چې زياتره يې د پوهنتون زده کونکې، وکيلان، ډاکټران او سياسي مبارزه کونکې دي.

((زموږ د مالوماتو سره سم په تيرو شپږو يا اوو کلونو کې د لادرکه کسانو شمېر له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ زره پوري دی. دا هغه کسان دي چې ريکارډ يې شته. هغه کسان چې ريکارډ يې نشته د هغوی شمېر هم له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پوري دی. نو د يوې اندازې سره سم له بلوچستان څخه ۸۰۰۰ بلوڅان لادرکه دي. حقيقت هغه وخت مخې ته راځي چې په پاکستان کې پر انصاف ولاړه مقدمه وي او له خلګو څخه پوښتنې وشي. اوس خو خلک وېريږي، د ګږاهي لپاره سپريم کورټ ته نه ځي. دوی ته مالومه ده که د سپريم کورټ چيف جسټس نن په کوټه کي دی نو سبا اسلام آباد ته ځي، نو زموږ تحفظ به بيا دلته څوک کوي)).


په بلوچستان کې د پاکستان د بشري حقونو د سيمه ايز دفتر له ريکارډ سره سم د ۲۰۱۰م کال د جون راهيسي تر اوسه د ۳۵۰ لادرکه کسانو خراب شوي مړي موندل شوي دي چې تور يې پر استخباراتي ادارو لګيږي. د بلوچستان د بشري حقونو د دفتر مرستيال مشر طاهر حسېن اېډوکېټ وايي چې وزيراعظم ګيلاني مخکې هم د لادرکه کسانو د خوشي کولو خبره کړې وه خو هيڅ هم ونشول نو دا ځل هم څه تمه نه ورڅخه لري.

((خبره داسي ده چې دوه کاله مخکې وزيراعظم په خپله وينا کې وويل چې د لادرکه کسانو معامله موږ حل کوو او په اختر کې به د اختر د مبارکۍ په توګه ورک کسان خپلو کورنيو ته ورکړل شي. بيا څه وشول چې د اختر په شپه د لسو يولسو کسانو خراب شوي مړي وموندل شول. نو دا که همهغسي غونډه يا وينا وي نو زه هيله نه کوم چې څه به وشي)).

د وزيراعظم ګيلاني لخوا د لادرکه کسانو دا غونډه په داسي حال کې رابلل شوې وه چې څو ورځې وړاندي د بښنې نړيوالې ادارې او امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپلو راپورونو کې ويلي وو چې په پاکستان کې پوځ او استخباراتي ادارې د څه ډول عدالتي کاروايي پرته ولسي وګړي تښتوي او بيا يې وژني. دا چې د ګيلاني لخوا د لادرکه کسانو په اړه غونډه به څه نتيجې ورکړي؟ په بلوچستان کې مېشت بلوڅ خبريال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي چې کېدای شي لږ اصلاحات راشي خو بيا به هم حالات بدل نه شي)).

((زما په فکر ځيني کسان به ايله کړي خو د خلګو تښتولو او مړه کولو ته به سوکه لاس واچوي. دوی کېدای شي تر هغه وروسته غونډه راوبلل چې کله يې دا وکتل چې عالمي فشار زيات دی يا ملکي فشار زيات دی. مطلب مي دا دی چې دوی بايد دا ومنې چې يو مسله شته، نو د پوځ عمليات دي بند کړي، د عامي معافۍ اعلان دي وکړي او په سياسي لاره دي د دې مسلې حل راوباسي)).

په بلوچستان کې د امن و امان او لادرکه کسانو په اړه د پاکستان چيف جسټس افتخار محمد چوهدري هم تېره اونۍ په کوټه کې ويلي و چې حکومت په صوبه کې د امن و امان او ولسي وګړو د تښتونې په مخنيوي کې پاتې راغلی او که حالات همدغسي و نو کېدای شي چې د اېمرجنسي يا بېړني حالت اعلان وکړي.
XS
SM
MD
LG