د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه په کېس کې ښکلېل پر شکیل اپریدي ګڼ تورونه


ډاکټر شکيل اپريدی
ډاکټر شکيل اپريدی



ژباړه : ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: رويټرز خبري اژانس

رويټرز خبري اژانس ليکي ډاکټر شکيل اپريدي چې د اسامه بن لادن په موندلو کې يې له امريکايي استخباراتي ادارې سره مرسته کړي وه، پرې د درغليو او له خپلو اختياراتو د ناوړه استعمال تورونه ليږلي دي.

رويټرز خبري اژانس تيره اونۍ د پاکستان له يو څو پخوانیو او موجوده چارواکو سره خبري کړي او دوی په ډاکټر شکيل د جنسي تيري او د غلا تورونه لګولي دي. خبري اژانس د دغو چارواکو له خولې زياتوي چې د دې کارونو موخه په اسانه پيسي ترلاسه کول وو.

رويټرز خبري اژانس په مقاله کې د پاکستان د صحت وزارت د ۲۰۰۲م کال هغه رپورټ ترلاسه کړي چې پکې ډاکټر شکيل يو رشوت خور او د حکومتي ملازمت لپاره غير موضوع ګرځول شوی وو.

بلخوا امريکا ډاکټر شکيل اپريدي اتل ګرځوي چې د اسامه بن لادن په موندلو کې يې ورسره مرسته کړې وه.

امريکا په ډاکټر شکيل اپريدي لګول شوي تورنه بي بنياده ګرځولي دي او وايي چې د داکټر شکيل کردار کشي روانه ده. خبري اژانس په واشنګتن کې د يو چارواکي له خولې وايي چې د ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه ډاکټر شکيل اپريدي په صحت محکمه کې احترام درلود.
رويټرز خبري اژانس د ډاکټر شکیل اپريدي د کورنۍ او له وکيل سره خبري کړي چې په دغو تورونو يې له غبرګون ښودو نه ډډه کړې.

خبري اژانس د يو پخواني امنيتي چارواکي له خولې وايي چې په شکيل ډير زيات تورونه وو ځکه سي آی اې په اساني سره د غربي مرستندويه ادارو په مرسته وموندو. چارواکي زياتوي چې ډاکټر شکيل درې ودونه کړي وو او ورسره يو شمير موټر ګادي وي. د چارواکو په وينا په لومړنيو ورځو کې ډاکټر شکيل له سي آي اې سره د تړاو نه انکار کولو خو چې کله امريکا د ډاکټر پوښتنه شورو کړه نو بيا يې رښتيا ويل شورو کړل.

رويټرز خبري اژانس په خيبر ايجنسۍ کې د پخواني پوليټکل ايجنټ طارق حيات له خولې وايي چې دوه ځل يې له ډاکتر شکيل سره کتلي وو او له هغه یې د جنسي تيري د تورونو په اړه پوښتني کړې وې. د طارق حيات په وينا ډاکټر شکيل اپريدي د هسپتال نه يو مشين هم غلا کړی وو او ورته ويلي وو چې هيڅ کردار او نه هم څه اصول لري.

رويټرز خبري اژانس د يو بل ناڅرګنده د صحت چارواکي له خولې وايي په ډاکټر شکيل له یوې نرسې سره د جنسي تيري د تور ريکارډ کتلی. خبري اژانس د دي تصديق يو پوليس چارواکي نه دی کړی.د پوليس چارواکي وايي چې يو شمير نرسانو د ډاکټر شکيل اپريدي د خرابې رويې شکايتونه کړی وو.

رويټرز خبري اژانس بيا له څینو روغتیايي کارکونکو سره خبرې کړې چې د دوی په وينا ډاکټر شکيل اپريدي يو پيشه ور او نرم ميزاج انسان دی. يو نرس نسيم بي بي وايي چې ډاکټر شکيل اپريدي له خپل همکارونو سره ډيره ښه رويه لرله او خپل کار يې ډير په محنت سره ترسره کولو.

خبري اژانس په مقاله کې د ډاکټر شکيل رور جميل اپريدي له خولې وايي د غداري تورنه بې بنياده دي او د هغه له وروره یې د قربانی ګډورۍ جوړ کړی دی. د جميل په وينا ډاکټر شکيل سره د امريکا ويزه وه او هغه د هيواد نه تښدلای هم شوای خو داسې يې ونه کړل.
XS
SM
MD
LG