د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د امریکا د مرستو بندېدل، او اقتصادي پایلې



منور شاه، مشال راډیو

پراګ -
د څه مودې راهیسې د پاکستان او امریکا تعلقات د کړکیچ ښکار دي. په دې ورستیو کې امریکايي سینټ د نېټو د رسد لارو دبندیز او افغانستان کې د امریکا سره د بشپړه همکارۍ نه کولو په نتیجه کې د راروان کال لپاره پاکستان سره خپلو مرستو کې د۵۸ فیصده کمي راوستلو په حق کې رایې اچولې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د مالي بحران سره مخامخ دې دا فیصله به پرې څه اثروغورځوي په دې پوښتنه د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتی وايي:

((د یوې اندازې ترمخې پاکستان په پوځي اوغېر پوځي مد کې د ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده په امریکايي مالي امداد تکیه کوي. که دا اندازه سمه وي نو ډېر زیات فرق به پریوځي. دویمه خبره دا چې کله پاکستان اېټمي آزموینه کړې وه نو هغه وخت سعودي عرب ورسره د تیلو په شکل کې مرسته کړې وه. خو که ورته په حساب کتاب باندې وګورو نو که امریکا واقعي ۵۸ فیصده مالي امداد کم کړي نو دا د پاکستان لپاره ډېره د تشویش وړ خبره ده.))

بلخوا د اقتصادي چارو ماهر ډاکټر اکبر زیدي وايي، که څه هم دامریکايی امداد په بندیدو به د پاکستان اقتصاد باندې ضربه لګي خو که ددې مسلې نه وتل غواړي نو پاکستان به د خپلو شته منو خلکو نه د ټیکس د اخیستلو منصفانه نظام قایموي.

((دا امدا چې راځي دا د امریکا د عامو مزدورکارو خلکو د ټیکس پیسې دي. اوس دا عجیبه خبره ده پاکستان کې چې کوم شته من او مالدار خلک دي هغه که سیاسي یا پوځي مشران دي او که کاروباري او یا جاګیردار خلک دي هغوي د سره ټیکس نه ورکوي. او بیا دوي دیورپ او امریکا د غریبو خلکو د ټیکس د پیسو امداد ته په تمه دي. دا سلسله به هله سمیږي چې په پا کستان مالي امداد بند شي. البته که دامریکا سره تعلقات خراب وي نو هغوي په نورو طریقو هم په پاکستان باندې فشار اچولې شي. ))

هم دې خبرې ته په اشاره سره اکرام هوتی وايي، د امداد بندول یوازې پیسې بندیدل نه دي بلکې دا د امریکا لخوا د پاکستان نه د خپګان څرګندونه ده:

((که امریکايي سینیټ مالي امداد بند کړي نو دهغې وروسته دوي نورګامونه هم پورته کوی مثلاًً دا چې زمونږ سره تړلې کومې کمپنیانې دي هغه دې د پاکستان سره رزوګار بند کړي، ددې نه وروسته سخت ګام دا هم کیدې شي چې کوم مهم درآمدات دي لکه دارو ګان او خوراکی توکي هغه هم بند بند شي نو دا خو که دغه شان قدم په قدم بندیز لګي نو دا خو د مالي امداد بندیدو نه هم خطرناکه خبره ده چې اثرات یې ډېر بد دي.))

د پاکستان او امریکا ترمنځه په موجوده وخت کې د نېټو درسد دلارو دبندېز له وجې تعلقات خراب دي او پاکستان کې دامریکايي ډرون بریدونه هم په دې لړ کې لويي خنډ ګڼل کیږي.

خو د اسوشي اېټډ پریس د یو رپورټ ترمخې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جان اېلن وېلي پاکستان سره یې د هېواد په خبرو اترو کې دوړاندې نه ډېر او مثبت پرمختګ شوی.
XS
SM
MD
LG