د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې پر بس ډزې، ۷ وژل شوي، ۱۲ ژوبل



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان سېند صوبې په قاضي احمد سېمه کې نامالومه وسله والو د سپرلیو پر یو بس ډزې کړي دي چې ترڅ کې یې اووه کسان وژل شوي دي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي .

د سېمې پولیس وایي د پېښې ښکار شوې بس د کراچۍ څخه د صوابۍ ضلعې ټوپۍ سېمې ته پر لار وو.


د سېمې د پولیسو مشر ثنا الله عباسي رسنیو ته ویلي دي چې په بس کې زخمي شوي او ژوبل شوي کسان هسپتالونو ته رسول شوي دی او پېښه کې د ککړو عناصرو د نیولو په موخه پولیس د پېښې ځایې ته رسېدلي دي .

((دا بس له کراچۍ روان وو چې له سکرنډ سره نزدې ورته ځینې مشکوک کسان ورختلي دي . بیا دغو کسانو چې شمیر یې له پينځو تر شپږو پورې و، دغه بس یې ودرولې دی په دغه وخت کې ځېنې نور کسان په موټر سایکلو راغلي دی، په بس کې ناستو کسانو او په موټر سایکلو راغلو کسانو پر یو وخت او یو ځای په بس کې پر ناستو سپرلیو ډزې کړې دي.))

د پېښې د ښکار شوي بس د کراچۍ منیجر جمعه خان مشال ریډیو ته ویلي دي چې هره ورځ د دوی د کمپنۍ صنوبر کوچ یو بس له کراچۍ تر اټکه او له هغه ځایه بیا د صوابۍ ضلعې تر ټوپۍ سېمې پورې ځي .

د هغه په خبره د پېښې په وخت بس کې ۴۷ کسان ناست ول.


((دا بس اته نیمې بجې د کراچۍ له سهراب ګوټ نه وتلې و،ددې ځایې نه ورسره یو تن ورختلی دی ، هغه ویلي دي چې سکرنډ کې زما ورور دی . هغه هم بس ورختلی دی ، کله چې دوي د نوابشا سره نزدې قاضي احمد ته ورسیدلي دي نو هلته یې نورو کسانو ته اشاره کړې ده ، هلته دوه کسان په سکوټرو ر اروان ول، هغوی هم ډزې شورو کړې دي او بس کې سپرو کسانو هم ډزې شورو کړې. د هغه په خبره د ډزو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي د بس کلینډر د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي دي چې حمله کونکي په نویو او اټومیټک وسلو سمبال ول. له ځینو کسانو سره تمانچې وې او له یو تن سره کلاشنکوف وو. له موږ سره یو تن د کراچۍ نه بس ته راختلی و، هغه ویل دلته نه مې د ورور نه بیګ راخلم . موږ ګاړي ودرولو په دې کې نور وسله وال راغلل اول یې په ډرایور ډزې وکړې وکړې . او بیا یې په سورولو ډزې وکړې.))

د یادونې وړ ده چې له کراچۍ څخه پښتونخوا او پنجاب صوبو ته تلونکي ګاډي د سېند صوبې له مختلفو ضلعو تېرېږي.

په دغو سېمو کې که څه هم وخت ناوخته د سپرولو بسونه د وسلې په زور لوټل کېږي خو د وسله والو له خوا په د سپرولو په بس دا ډول حملې تر دې مخکې نه دي شوې.
XS
SM
MD
LG