د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سېند پخپله ځانته هیواد وو، هیواد نه ورکوو چا ته'


په کراچۍ کې د لیارۍ تر پېښو وروسته د مهاجر صوبې لانجې هم تاو تریخوالی رامنځ ته کړ
په کراچۍ کې د لیارۍ تر پېښو وروسته د مهاجر صوبې لانجې هم تاو تریخوالی رامنځ ته کړ

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
په پاکستان د نویو صوبو د جوړیدو خبرو د سېند صوبې پر پولو هغه وخت اغیز وکړو کله چې د ((مهاجر صوبه تحریک)) نوم یو ډلې په سیند صوبه کې دننه د صوبې د جوړولو اواز راپورته کړو . دیادې ډلې لخوا د کراچۍ ښار په زیاتره دیوالونو لیکل شوي دي چې په پاکستان کې ((د نورو قامونو له پاره صوبې شته نو ولې د مهاجرو دپاره صوبه نشته.))

ددې ترڅنګ ددغې ډلې لخوا د کراچۍ پریس کلب مخې څو څو ځل مظاهرې هم شو يدی .

خو بلې خوا ته سیندي ملت پاله ګوندونو د سیند صوبې د تقسیم په ضد لاریونونه کول شروع کړي دي .

په دغه ډول یو لاریون د نهې په ورځ د کراچۍ په ښار کې وسله والو برید کړی و چې مرګ ژوبله یې اړولې وه .

پر کال ۱۸۴۳ انګریزانو چې کله پر سېند قبضه کوله نو هغه وخت سېند بېل ازاد ملک و . موږ خو سېند صوبه نه ، بلکې یو بېل ملک ګڼو او دا ملک په زور د پاکستان برخه جوړه کړې شوې ده . ددې خبرې زغمولو ته موږ څنګه تیار شو چې دخپل ملک یوه برخه بل چاته ورکړو.

سېند صوبه کې موجود نزدې ټول سیاسي ،مذهبي او ملت پاله ګوندونه د سېند صوبې د ویش په حق کې نه ښکاري . د عوامي نیشنل ګوند صوبایي جنرل سیکرټري بشیر جان په دې اړه وایي:

((موږ دا وایو چې د هندوستان د تقسیم په وخت چې څومره خلک پاکستان ته راغلي دی که هغوي سېند ته راغلي دي نو هغوي اوس سېندیان دي ،که پنجاب ته تللي دي نو پنجابیان دي او که پښتونخوا ته تللي دي نو اوس هغوي پښتانه دي ، خو که اوس هم څوک دا وایي چې موږ مهاجر یو نو د مهاجرو له پاره په ټوله دنیا کې صوبې نه وي ،بلکې مهاجرو دپاره کیمپونه وي.))

د هغه په خبره پاکستان له صوبو څخه جوړ دی ، د پاکستان په وجود کې تر راتلو د مخه اوس موجودې ټولې صوبې او ددې صوبو اسمبلیانې موجودې وې او ددې مطلب دادې چې دلته د پخوا راهیسې صوبې په قامي او ژبنیو اساساتو جوړې دي . د هغه په خبره داسې نشي کېدای چې په انتظامي بنیادونو دې څوک د کراچۍ صوبې نارې وهي او څوک د هزاره صوبې.

د ایم کیوایم ګوند چارواکي وایي، دوی هم د سېند صوبې د ویش مخالف دي خو د هغه په نظر سېند صوبه کې مېشت اردو ژبي د محرومۍ له احساس سره مخامخ دي ، نو ځکه دې تحریک سر راپورته کړی دی .

د یاد شوي ګوند یو مشر فېصل سبزواري وایي:

((خلک دا وایي چې دوی ته په دفترونو او نورو ځایونو کې روزګارونه نه ورکول کېږي . خو ایم کیو ایم په دې باور لري چې دا ټولې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي . خو که څوک بیا دا لارې د ګولۍ او کنځلو له لارې بندول غواړي نو تاسو ته مالومه ده چې د اردو ژبه ویونکو لوي شمیر د ایم کیو ایم سره دي ،دغه خلک به بیا ایم کیو ته وایي چې تاسو د کشمیراو پنجاب خبرې کوۍ او موږ سره کراچۍ کې زیاتي کیږي نو دغه خلک چې د احساس محرومۍ سره مخ دي دوي به زموږ له سیاست څخه انکاري شي،نو ځکه موږ وایو که نن د ایم کیو ایم خبره وا نه وریدل شي نو کېدای شي دا خلک هم د سبا له پاره دغې احتجاج کې شامل شي.))

موږ دا وایو چې د هندوستان د تقسیم په وخت چې څومره خلک پاکستان ته راغلي دی که هغوي سېند ته راغلي دي نو هغوي اوس سېندیان دي ،که پنجاب ته تللي دي نو پنجابیان دي او که پښتونخوا ته تللي دي نو اوس هغوي پښتانه دي ، خو که اوس هم څوک دا وایي چې موږ مهاجر یو نو د مهاجرو له پاره په ټوله دنیا کې صوبې نه وي ،بلکې مهاجرو له پاره کیمپونه وي.

خو دا چې د ایم کیو ایم ګڼ شمېر غړي د مهاجر صوبې په تحریک په ړومبیو صفونو کې هم لیدل کېږي .

د دې پوښتنې په اړه فیصل سبزواري زیاتوي:

((متحده قامي موومنټ کومه پوځي یا نشریاتي اداره نه ده چې خلک به ورته راځي او بیا به ریټایرډ کېږي . دا یو سیاسي ګوند دی . کېدای شي د ځینو غړو دغه خیال وي خو د ایم کیو ایم مشران د صوبې د تقسیم په حق کې نه دي.))

د سېندي ملت پاله ګوند جيې سېند قومي محاذ قایمقام مشر نیاز کالاني وایي دوی هم د سېند صوبې د ویش کلک مخالف دي:

((پر کال ۱۸۴۳ انګریزانو چې کله پر سېند قبضه کوله نو هغه وخت سېند بېل ازاد ملک و . موږ خو سېند صوبه نه ، بلکې یو بېل ملک ګڼو او دا ملک په زور د پاکستان برخه جوړه کړې شوې ده . د دې خبرې زغمولو ته موږ څنګه تیار شو چې دخپل ملک یوه برخه بل چاته ورکړو.))

د ایم کیو ایم حقیقي ګوند مشر افاق احمد وایي، د هغوي ګوند د سېند صوبې په ژبني بنیادونو د ویشلو مخالفت کوي خو د یادې صوبې په انتظامي بنیادونو د ویشلو په اړه به دوي خپل دریځ د کمیټۍ تر فیصلې وروسته وړاندې کوي .


((که د ژبې په بنیاد دغه ویش کېږي نو موږ د دې پر ضد یو، خو که په انتظامي برخه کې داسې کوم بدلون راوستل شي نو بده خبره نه ده . صدر او وزیراعظم د سرایکي قام دپاره خبره کوي نو څرګنده خبره ده چې په داسې وخت کې د مهاجر قام خبره هم له نظره غورځول نه دي پکار.))

خو د ملت پاله ګوند جیې سېند قامي محاذ قایمقام مشر نیاز کالاني وایي د سرایکي او مهاجر صوبې جوړیدل باید د یو بل سره پرتله نشي او هغه ځکه چې .

((سرایکي قام له پېړیو راهیسې له پنجابه د بېل قام په حیثت اوسیدلی دی . او دا چې پرون راغلي دي ،د دې له پاره خو نه دي راغلي چې دوي ته د خپل زړه یوه ټوټه ورکړو چې دا واخلئ او تاسو خوشاله شئ. سېند او پنجاب په دې برخه کې ځانته ځانته جغرافیایي ،تاریخي او کلتوري جوړښتونه لري.))

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي جنرل سیکرټري بشیر جان هم ورته نظر لري :

((موږ ځکه د سرایکي صوبې ملاتړکوو چې دغه صوبه په ټولو هغو شریطو پوره ده کوم چې د صوبې د پاره پکار وي. د هغوي خپل جغرافیایي حدود دي ، د هغوي خپل کلتور او ثقافت دی په دغو حوالو موږ وایو چې سرایکي صوبه جوړیدل پکار دي ، خو که له دې شرایطو بغیر څوک د صوبې جوړولو خبره کوي نو موږ یې نه یوازې مخالفت او مذمت کوو بلکې ددې په ضد به خپل مزاحمت هم کوو.))

د بشیرجان په خبره د سېند صوبې جنوبې برخې د یادې صوبې څخه بیلول به کړکیچ نور پسې زیات کړی، ځکه چې د صوبې په جنوبي برخو کراچۍ او حیدر اباد کې پښتانه، بلوڅ، پنجابیان او نور قامونه هم په لوی شمېر کې اباد دي .
XS
SM
MD
LG