د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا داد الله فرنټ په نوم نوې ترهګره ډله




سرچینه : رویټرز اژانس
ژباړه : ملیحه امیر ذاده


تر اوسه د ملا دادالله فرنټ په نامه د وسله والې ډلې په اړه دومره نه اوریدل کېدل چې د افغانستان د جنوبي برخې نه بهر کاروایي کوي، خو په دې ورستیو کې د سولې د عالي شورا د یو مهم منځګړي غړي د وژنې سره هر څه بدل شول چې پړه یی دغې ډلې په غاړه اخیستې.


د یادې ډلې نوم د هاغه طالب کمانډر په نوم اېښودل شوی چې په 2007م کال کې په هلمند ولایت کې په امریکایی برید کې ووژل شو.

افغان استخباراتي چارواکي دغه ډله د طالبانو سره تړلې یوه ډله ښايي. که څه هم طالبانو د سولې د عالي شورا په غړیو د بریدونو قسم اخیستی خو د وروستي وژنې نه یې ډېر زر ځان ګوښه کړ، او په ولسي کچه یې وویل چې د دغه ډلې سره تړاو نه لري.

د افغان ملي پوځ د استخباراتو د څانګې مرستیال مشر محمد یاسین ضیا وایي، د دغه ډلې په اړه معلومات نیمګړي دي، او په ورستیو کې یې د عملیاتو نه داسې ښکاري چې د سولې د خبرو اترو او په افغانستان کې د امریکا د پراخه موجودیت خلاف دي.

د نوموړي په خبره دغه شان پېښو سره دغه ډله غواړي د افغان وګړو او د پارلیمان دغړیو په مغزو کې ویره واچوي.

دا د نفسیاتي جنګ یوه برخه ده. یواځې یو څه کسان راغونډ شوي دي. دوي یو قسمه خیالي څيز جوړ کړې چې دا ډول د افغان وګړو په ذهن خراب اثر پریباسي. پکار نه ده د دې ډلې په اړه کومه اندیښنه و لرل شي. ملا دادالله فرنټ د نورو ډلو په پرتله ډېر فرق نه لري. دوي ټول ترهه ګر دي.

د ښاغلي ضیا دا څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راغلې کله چې په 19م مئي افغان ملي پوځ په کابل کې د یادې ډلې درې کسان و نیول.

چې ورسره ځانمګري بریدونو لپاره جیکټې وې. دا ګرفتاریانې له هغې وروسته و شوې چې وړاندې رپورټونه وو چې د افغان پارلیمان غړیو ته د دهړکو ډک پيغامونه او ټیلی فونونه شوي وو که چیرې د واشنګټن او کابل تر مینځ د ستراتيژیک تړون سره مني نو د برید هدف به یی وګرځول شي.
دادالله فرنټ په نامه ډلې په څوارلسم مئي د سولې د عالي شورا یو مهم منځګړی مشر ارسلا رحماني د وژنې پړه په غاړه اخیستې وه. چې د طالبانو ویاند زبیع الله مجاهد یی ورسره د تړواو لرلو نه انکار وکړ.

په واشنګټن کې د افغانستان او پاکستان په چارو نظر لرونکې جیفري ډریسلر وایي یاده ډله د طالبانو د غورځنګ یوه څانګه ده . د هغه په خبره دا لا نه ده معلومه چې یاده ډله تر کوم حده پیاوړي ده، خو زیاته یې کړه چې خپل اثر یی زابل او غزني او بیا قندهار، هلمند او اورزګان ولایتونو پورې غزولې دې.

افغان استخباراتي چارواکي وایی ملا دادالله د وسله والو یو ظالم مشر و چې د القاعده سره یی نږدې اړیکې وې او د هغوي چلونه یی خپل کړې وو.
XS
SM
MD
LG