د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریان سي کروکر افغانستان کې ډیر څه ترلاسه کړي




سرچینه : دي ډیلي بییسټ
ژباړه : مشال راډیو


د افغانستان لپاره د امريکا سفير ريان سي کروکر له خپلې چوکۍ استعفی ورکړې ده او په جولايي مياشت کې به له خپلي دندې ګوښه شي.


امريکايې ورځپاڼه ډيلي بييسټ کې ليکوال رون موريو ددې خبرې جاج اخیستی چې ريان سي کروکر په افغانستان کې څه ترلاسه کړل ؟ او دده پر ځای د بل چا ټاکل به څومره ګران کار وي.

دې ډيلي بيسټ د ليکوال رون موريو مقالې ته ؛ د ريان کروکر افغانستان : يو ناممکنه مشن؛ عنوان ورکړی دی. ليکوال، ريان سي کروکر يو ډير تکړه او دسيمو د چارو د کارپوه په توګه يادوي چې په دوه زره يو کال کې د طالبانو د حکومت د نسکوره کيدو وروسته د کابل لپاره د امريکا سفير و ټاکل شو.

ليکوال وايي د خپل سفارت په موده کې نوموړي، له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ډيره نږدې انډيوالي جوړه کړه او په نوولس سوه نهه اتيا کې د امريکا تړل شوی سفارت يې بيرته خلاص کړ.

رون موريو وايی، ريان سي کروکر له ملازمت نه ريټائر شوی و، خو تير کال يې د ولسمشر بارک اوباما په خواست بيرته د افغانستان د سفارت ذمه واري قبوله کړه.

ليکوال وايي، دا ځل دده لپاره لوی چيلنج د افغان ولسمشر او امريکا ترمينځ په ځينو مسئلو راپورته شوی اختلاف له مينځه وړل وو. په دې کې يو د شپي له مخي امريکايې عمليات او بل جيلونه افغان چارواکو ته سپارل وو.

دده په وينا ريان سي کروکر دا دواړه مسئلې په ډيره ښه توګه حل کړې. ددې ترڅنګ د امريکا او افغانستان ترمينځ اوږ مهاله ستراتیژيک لوظنامه هم دده په کوششونو لاسليک شوه.


رون موريو دې ډيلي بيسټ کې په خپره شوې خپله مقاله کې پرمخ ليکې چې د ريان سي کروکر صلاحيتونه به په افغانستان او سيمه کې ياد وساتل شي .

د ليکوال په وينا د ريان سي کروکر صلاحيتونو ته په کتو سره سپینې ماڼۍ، د خارجه چارو وزارت، امريکايې پوځ او سي آیي ای به په رښتيا هم له ده سره اوس هم سلا مشورې کوي.
XS
SM
MD
LG