د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د پرمخیايي منصوبو دعوې




مجید بابر - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان قباييلي سيمي دا مهال په نړۍ کې د سخت دريځو او نړۍ والو ترهګرو د پټن ځايونو په توګه پيژندل کېږی، ددغو سيمو غرنیز جوړښت او ګڼ ځنګلونه ددغو وسله والو لپاره يو داسي ځاﺉ و ګرځيدو. په دغه روانه اړۍ ګړۍ کې د خلکو له ذهنه دا خبره وتلې چې دغه سیمي له څومره زياتو قدرتي وسايلو مالا مال دي.

پدغو وساييلو کې یو ددغو سيمو د سنګ مرمر ډک غرونه دی.

په اسلام آباد کې د پاکستان سټون ډيويلپمنټ کارپوريشن مشر احسان الله خان وايي چې له تيرو څو کلونو نه په دغو سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د رواني جګړي، پوځي عملياتو ، او ناامنييو باوجود ددوی ادارې د مومندو او باجوړ قبايیلي سيمي نه د ۱۰۰ ميلييونو امريکايي ډالرو سنګ مر مر او د نورو قيمتي کاڼو برآمدات کړی دی او زياتوي چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغه مقدار يو ارب ډالرو ته ورسيږی.

احسان الله خان وايي چې که په قباييلي سيمو کې د سنګ مرمرو رواني منصوبي په نړی وال معيار پر مخ لاړی شي نو قباييلی ځوانانو ته د روزګار ډيرې موقع لاس ته ورتلای شي. هغه دا هم وويل چې که په قباييلي سیمو کی د سنګ مر مرو او قيمتی کاڼو راويستل په نړی وال معيار تر سره شي، نو ددغو سیمو ۸۰ فيصده ځوانانو ته د روزګار وسیلې پيدا کیدای شي.

د احسان الله په خبره د قباييلی سيمو د غرونو نه رواتی سنګ مرمر په نړۍ کی ډیر لوی مارکېټ لري، مخکی په نړۍ کې د يونان سنګ مر مر ډېر نوم لاره خو اوس د قباييلی سيمو نه رواتی سنګ مر مر زیات خوښوي ځکه چی دغه کاڼۍ ډير سپین ا و چمکداره دی.

بلخوا د فاټا ډويلپمنټ اتهارټي د پلانینګ او ډويلېپمېنټ څانګي مشر ناصر خان وايي چې د مومندو په قباييلي سيمه کی د ماربل سیټي د ميګا پراجيکټ نه علاوه د دوی اداري په نيمه قباييلي سيمه دره ادم خېلو کې هم د يو انډسټريل سټيت جوړولو په منصوبه کار پيل کړی دی.


د هغه په خبره په يادو شوو سیمو کی به د وړو وسلو داسې کارخانې جوړوي چې یوازې به پکې سپورټي ، ښکار او د نښې ویشتو د وسلو پیداوار کېږي.او د هغه په خبره دغه وسلی به بهرنيو هيوادونو ته هم لېږدول (برآمد) کیږی.


که څه هم د حکومتي دعوو تر مخه دا مهال په قباييلي سيمو کې په سلګونه د پرمختګ منصوبي رواني دي خو د باجوړ قبايلي سيمې ملک عطالله وايي چې دا تشې خبرې دي او په زمکه باندې په سترګو هيڅ داسي پرمختګونه نه ليدل کېږی.


د قباييلي سيمو د ولس د ژوند د معيار ښه کولو او د هغوي په زړونو او ذهنونو کې د نړې والې ټولني لپاره د وروولي د احساس راپارولو په موخه دا مهال په اربونو امريکايي ډالر خرڅ کېږی، خو د قباييلي سيمو د ولس په وينا دا هله کېدای شي، چی ددغو روانو منصوبو ګټي قباييلي ولس ته ورسي.
XS
SM
MD
LG