د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان دولت دې ملایان د پردیو له منګولو راوباسي"






سید شاه سقیم - مشال راډیو

کندهار:- د افغانستان د کندهار د عالمانو د اصلاحي ټولنې غړي وايي چې دولت بايد هغه دينې عالمان چې دا مهال د ځينو ګاونډيو هېوادونو په لمسون په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي د پرديو له لمسون څخه وژغوري او دې ته يې وهڅوي چې په افغانستان کې خلک سولې ته را وبولي.

د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولني غړي وايي چې دولت بايد هغه افغان ديني عالمان چې دا مهال د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي شبکو له خوا په افغانستان کې جګړې ته هڅول کېږي د هغوی له منګولو را وباسي .

دوی وايې دولت دي له خپلو وسله والو مخالفينو سره د سولې او روغې جوړې کولو په پروسه کې هم ديني عالمان شامل کړي ځکه چې ديني عالمان هغه کسان پېژني چې د نورو په خوښه په افغانستان کې جګړې ته خلک هڅوي او په خبره هم ښه ورسره پوهېږي.

د کندهار د يني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر مولوي تور جان وايي چې په دې سربېره بايد ديني عالمان هم په مدرسو جوماتونو او کليو کې خلک سولې ته را وبولي او د هغو کسانو مخه له جګړې څخه راوګرځوي چې د نورو هېوادونو د پاره جنګېږي.
دی وايي دا مهال تر هرڅه زيات افغانان سولې ته اړتيا لري.
(( د جوماتونو ، مدرسو عالمان او قومي مشران بايد د سولې د پاره هڅې وکړي. دا مهال په ايران او پاکستان کې زموږ وروڼه بنديان دي او ځينې هلته د جګړو له امله د مهاجرت سخت ژوند تېروي. بايد موږ يې په ټولو غم وخورو ))

د علماوو د اصلاحي ټولنې يو بل غړی مولوي خواجه محمد بيا وايي چې دولت بايد د هغو ‌طالب مشرانو غم وخوري چې د سولې د خبرو کولو په جرم د پاکستان په زندانونو کې بند دي او يا د پاکستان د استخباراتو له خوا وژل کيږي.

د ده په خبره د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي شبکې افغانان د افغانانو په وژلو پسې رالېږي. وروسته چې له دواړو غاړو مري افغانان وي او ګټه يې پردي وړي.
(( له دولتي چارواکيو او ټول ملت څخه مو غوښتنه دا ده چې د هغو کسانو غم دي وخوري چې په نورو و‌طنونو کې اوسي او پردي يې زموږ پر ضد جګړې ته هڅوي يا يې د ملا عمر د امر په اساس هلته وژني بايد د هغوی له منګولو يې را خلاص کړو او هره ستونزه چې لرو بايد همدلته پرې په ګډه خبرې وکړو ))

په تېره څه موده کې په پرلپسې توګه د پاکستان په زندانونو او د طالبانو ولکه کې د طالبانو هغو لوړ پوړو چارواکيو ژوند له لاسه ورکړ چې ويل کېږي په افغانستان کې يې د جګړې بندولو او سولې کولو ته لېوالتيا ښودلې وه .
XS
SM
MD
LG