د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوه نه هيريدونکي خاطره


حسیبه شهید مرحومه
حسیبه شهید مرحومه

بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال آباد:- نيږدې نولس کاله به کيږي، د استاد عبدالرحمن پژواک له مړينې وروسته افغان ادبي بهير چې تازه يې په پيښور کې فعاليت پيل کړى و، پريکړه وکړه چې د استاد د څلويښتى مراسم به په ننګرهار کې د يوې غونډې په جوړيدو سره نمانځي.

د ا...ستاد حبيب الله رفيع او استاد پسرلي په شمول شل پنځه ويشت تنه بهيروال ننګرهار ته راغلو او د راډيو ټلويزيون په تالار کې مو د هغه مرحوم د څلويښتۍ مراسم سر ته ورسول.

دا داسۍ وخت و چې حاجي قدير د ننګرهار والي و او موږ د سرکار ميلمانه و. خو په زړه پورې دا وه چې داود شهيد د ټولو مخته ودريده او په په زغرده يې وويل:
زما کور به په جلال اباد کې وي او تاسو به بل ځاى ميلمانه کيږئ، هيڅ امکان نه لري.

موږ ټولو د سرکار له ميلمستيا څخه د داود شهيد ميلمستيا غوره وګڼله او کور ته ورسره ولاړو. داود کاکا نارينه اولاد نه لرلو او يوه اته يا نهه کلنه ماشومه حجرې ته راغله او ټولو سره يې د سلام اچولو وروسته په لاس ستړي مه شې وکړه. داود کاکا ورته وويل:

- زويه دا دې ټول کاکا ګان دي.

ماشومې په خوش طبعۍ وويل چې پيژنم يې دادا.

داود شهيد موږ ته مخ راواړاوه او ويې ويل دا حسيبه نوميږي، دا زما کشرۍ لور نه بلکۍ زوى دى، مور سره يې د کور په کارونو کې همکاره ده او له ما سره په حجره کې د ميلمنو د خدمت کولو په چار کې همکاره ده.

کله چې د ډودۍ خوړلو وخت راغى حسيبه د لوټې او چيلمچې سره راغله. زه په خپله ډله کې تر ټولو کشر وم. زه ورپورته شوم او د هغې له لاسه مې لوټه او چيلمچې اخيستل چې راته يې کړه:

- نه عابد صيب، ته خو زموږ ميلمه يې او موږ مليمنو ته دا موقع نه ورکوو چې نورو مليمنو ته په لاسونو اوبه واچوي.

زه ډير خوشحاله شوم چې حسيبه ما څنګه پيژني، ورته مې وويل چې ته خو ما په نوم هم پيژنې. هغې وویل:

- دا ناست کسان ټول پيژنم، څوک مې په کتابونو کې او څوک مې په مجلو کې پيژندلي دي.

بيا چې کله زه په ٢٠٠٢ م کال د کار په سلسله کې کابل ته لاړم، يوه ورځ ازادۍ راډيو ته ورغلم، يوې جينۍ په ډير خوشطبعۍ راسره روغبړ وکړ. او ما يې چې د پيژندلو کوشش کولو نو هغې راته وویل:

عابد صيب زه حسيبه يم کنه. يا دې شي چې لس کاله پخوا جلال اباد کې زموږ کور ته له استادانو سره راغلى وې؟

له هماغې ورځې چې زه د حسيبې ذهانت ته تسليم شوى وم، د قيامت تر ورځې پورې به ورته تسليم يم. او د تيرو دوه نيمو کلونو راهيسې چې په مشال راډيو کې سره همکاران وو. په اونۍ کې به يې له دفتري کار نه پرته يو ټيلفون خامخا راته کولو.

حسيبه اوس له دې فاني نړى څخه د تل لپاره پناه شوه. الله دې ورته بهتر جنتونه په نصيب کړي.
XS
SM
MD
LG