د لاسرسي ځای

تازه خبر

که لارې بندې وي، کېدای شي مالي مرستې ودرېږي


احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

پراګ -
د زيارت پر ورځ د امريکا ولسي استازو د ۲۰۱۳ مالي کال له پاره د دغه هيواد د کالنۍ دفاعي تګلارې پر بل بحث وکړ چې د ۶۴۲.۵ اربه ډالرو غوښتنه په کې شوې ده.

همدا ډول په دفاعي بل کې يو بدلون هم تر بحث لاندي دی چې له مخې يې که چيري پاکستان د ناټو د رسد لارې خلاصې نکړي، کېدای شي دغه هيواد ته ۶۵۰ میلينه ډالره پيسې ورکول، ودرول شي.

د امريکا په ولسي جرګه کې له جنګه تنګو ولسي استازو د افغانستان د تګلارې په اړه له يو بل سره مخالفت څرګند کړی دی.

په ولسي جرګه کې ډيموکراټانو ولسمشر اوباما وهڅاوه چې د جنګ له ميدانه دې د امريکايي عسکرو د را ايستلو پروسه ګړندۍ کړي، خو ريپبليکن غړو بيا پر دغه موضوع په داسې حال کې بحث ودراوه چې پر يکشنبه او دوشنبه د امريکا په شیکاګو کې د ناټو غونډه کېږي چې په افغانستان کې به د يوې لسيزي تر جګړې وروسته د راتلونکې له پاره پر تګلاره بحث کيږي.

د ۲۰۱۳مالي کال له پاره په قامي دفاعي بل کې د يوه په مقابل کې په ۴۱۲ رايو سره يو بدلون هم تر بحث لاندې دی چې له مخې يې کېدای شي پاکستان ته په داسي حال کې ۶۵۰ ملينه ډالره پيسې ورکول ودرول شي، که چېرې دغه هيواد د ناټو د رسد لارې خلاصي نه کړې.

دا ګام په داسې وخت کې پورته کړل شو کله چې ولسي استازو د دفاعي تګلارې په بل کې پر ۱۴۰ بدلونونو بحث وکړی چې د ۲۰۱۳م مالي کال له پاره د بنيادي دفاعي خرڅ له پاره د ۵۵۴ اربه ډالره غوښتنه شوې او د افغانستان د جګړې او نورو بهرنيو عملياتو له پاره بيا د ۸۸ بیلينه (میلیارده یا اربه) ډالره غوښتنه شوې ده.

د امريکا په ولسي جرګه کې له افغانستانه د پوځونو ايستلو پر سر بحث په داسې وخت کې تند شوی چې پر يکشنبه د افغانستان د امنيت او د ۲۰۱۴م په پای کې له دغه هيواده د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پر تګلاره په شیکاګو کې د ناټو غونډه کيږي.

د امريکا په ولسي جرګه کې ډيموکراټانو هڅه کوله چې اوباما افغان ځواکونو ته د ۲۰۱۳م کال تر پايه امنيتي چارې وسپاري او د ۲۰۱۴م کال تر پايه له دغه هيواده امريکايي ځواکونه راوباسي. دا همهغه څه دي چې د اوباما انتظاميه يې په پلان کي لري.

خو ريپبليکن غړو د ډيموکراټانو لخوا پر بدلون بحث ودروی او له افغانستانه يې د پوځونو د سمدستي ايستلو په اړه د بحث اجازه ورکړه.
XS
SM
MD
LG