د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په قبایلي سیمو کې پوهنتونونه غواړو"





د فاټا پارلېماني غړو يو پلاوي د پاکستان وزيرعظم يوسف ګېلاني سره لیدلي او غوښتنه یې کړې چې په فاټا کې دې تعلیمې ودې ته ځانګړې پاملرنه وشي او هلته دې وران شوي سکولونه ژر تر ژره بیرته ورغول شي.

دغه پلاوی چې د فاټا پارلماني لیډر منیر اورکزي په مشري یې له وزیراعظم سره ولیدل په قبايلي سيمو کې د يو مېډيکل کالج او آۍ ټي يونيورسټۍ جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان وزيرعظم باور ورکړو چې هغوی به د دوی دا غوښتنې پوره کوي. هغه زياته کړه چې به په قبايلي سيمو کې د پرمختګ پروژې شورو کوي چې خلکو ته روزګار ملاؤ شي او د تره ګرۍ په لار د تلو پرځای د سيمې په ترقۍ کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG