د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد او د پاکستان پوځي و اقتصادي ګټې





احمد شاه اعظمي مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د پارليمان دفاعي کمېټۍ د نهي په ورځ پخپله غونډه کې که څه هم په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره د رسد د لارو د بيا پرانستلو حتمي پرېکړه ونکړه خو داسي ويل کيږي چې د لارو په پرانستلو سره به پاکستان ته هره ورځ څه باندي ۱۰ لکه ډالره په لاس ورځي.

تمه څرګنديږي چې د لارو په پرانستلو سره به هره ورځ د ناټو ۶۰۰ ټرکونه د پاکستان له لارې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره د ضرورت سامان رسوي او د پاکستان حکومت به د هر ټرک پر سر له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالره پوري ټېکس اخلي. تر دې وړاندي هم پاکستان ته د امريکا لخوا د ترهګرۍ په ضد جنګ په لړ کې په ارباوو ډالر ورکړل شوي دي. دا چې د امريکا په مشرۍ کې د ناټو لخوا پاکستان ته ورکول کېدونکې پيسې به د دغه هيواد اقتصادي صورتحال څومره بدل کړي؟ په اسلام آباد کې د اقتصادې چارو کارپوه اکرام هوتي وايي چې په دغه پيسو د هيواد د بجلۍ او سړکونو نظام په ښه توګه او ژر رغول کېدای شي.

(( کومې پيسې چې دوی له ناټو او امريکا څخه د ترهګرۍ خلاف جنګ کې اخيسي دي د هغو پيسو حساب کتاب نه ورکوي. بل دا منصوبه نه ښيي چې دا اوس چې به دوی کومي پيسې اخلي په هغه به څه کوي؟ ۲ يا دوه نيم ملينه ډالره خو ډيري پيسې دي چې د ورځي به دوی ته ورکول کيږي. ته وګڼه چې ۱ ملين د ورځې ورکول کيږي نو دا د کال ۳۶۵ ملينه ډالره شوې. دا د پاکستان د بجلي او سړکونو ټول نظام په دوه کاله کې دننه سمولای شي)).

په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر تر پيښو وروسته چې کله د امريکا په مشرۍ کې د ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل نو د هغه وخت د پاکستان د پوځي ولسمشر پروېز مشرف سره يې د يو شمېر نورو لوظنامو تر څنګ ناټو ته د رسد پر لارو ورکولو هم زباني معایدې وکړې خو د تېر کال د نومبر په مياشت کې پر سله لا پوځي چوکۍ باندي د ناټو لخوا د پاکستان د ۲۴ پوځيانو تر وژل کېدو ورسته پاکستان دغه لارې د احتجاج په توګه بندي کړې. په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد وايي، پاکستان ته پکار نه ده چې د ناټو له ۴۸ غړو هيوادونو سره اړيکې خرابي کړي.

((په افغانستان کې ۴۸ ملکونو د اېساف تر کوماندې لاندي دي. نو زما په خيال پاکستان دا نشي کولای چې د دې ټولو ملکونو سره خپل تعلقات کشيده کړي او لارې پر بندې کړي. دلته خو نور داسي ملکونه هم شته. ترکي په افغانستان کي دی. داسي په بګرام کې د متحده عرب اماراتو يو لوی هسپتال دی. اوس پر ناټو باندي د پابندي لګولو دا مانا ده چې تا پر خپلو دوستانو باندي پابندي ولګول)).

د دفاعي چارو يو شمېر شنونکې په دې نظر دي چې د ناټو پر مخ د لارو بندولو پرېکړه که څه هم د پاکستاني پارليمان دفاعي کمېټۍ وکړه خو تر شا يې پوځ ولاړ و. تر ۲۰۰۱م کال وروسته امريکا له پاکستاني پوځ سره د ارباوو ډالرو مرستې کړي دي خو د دې پيسو د استعمال په اړه تر اوسه په کاغذي بڼه رسنيو ته څه نه دي ورکړل شوي. د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي زياتوي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ کې که څه هم پښتنو ته ډېر زيات تاوان ورسېدی خو پاکستاني پوځ ډيرې ګټې تر لاسه کړې.

((له ناټو سره چې څومره تعلقات پاکستان لرلي دي نو د هغې تاوان پښتونخوا او بلوچستان ته رسېدلی دی خو د هغه تعلقاتو ټوله ګټه صرف پوځ ته رسېدلې ده. مخکې هم دوی په پټه د امريکا او ناټو نه پيسې اخيستي دي. د هغې نه علاوه دوی وسلې هم اخستي دي. د هغې نه علاوه دوی پيسې په څه طريقه خرچ کړي دي، هغه يې پاکستانيانو ته هيڅ نه دي ويلي چې په څه طريقه يې خرچ کړې. او دا تور هم پر ولګېدی چې دا پيسې يې بيا په طالبانو خرچ کړې او طالبان د دوی لپاره پخپله نقصان جوړ شو)).

که يوې خوا ته پاکستان د شپږو مياشتو راهيسي د ناټو د رسد لارې تړلي نو بلي خوا ته يې د افغانستان په اړه د تېر کال ډسمبر په مياشت کې په بون کانفرنس کې له ګډون کولو انکار وکړی خو د روانې مياشتې پر ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د امريکا په شکاګو ښار کې د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري ګډون ته د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير (ريټاريرډ) سعد محمد په ښه نظر ګوري او دا ګام غوره ډپلوماسي ګڼي.

((پاليسي په مفاداتو باندي وي. په بون کانفرنس کې د پاکستان حصه نه اخیستل زما په خيال د پاکستان په مفاد کې نه وه. په ډپلوماسي کې په يوه بنده کوڅه کې ورننوتل صحيح خبره نه ده. نو زما په خيال دا د پاکستان په مفاد کې نه ده چې هغه د داسي غونډو نه کناره کشي کوي او خفګان ظاهروي. په ډپلوماسي کې خفګان نه وي. نو زما په خيال شکاګو ته تلل ډېر ضروري دي ځکه چې هلته د افغانستان د مستقبل فېصله کيږي. دا د پاکستان لپاره يو انتهايي مهم کانفرنس دی)).

د سيمه ايزو چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په شکاګو کانفرنس کې د ولسمشر زرداري ګډون دا ښيي چې کېدای شي پاکستان د ناټو د رسد لارې هم ډېر ژر پرانيزي ځکه چې د هيواد اقتصادي حالت يې د دې جوګه نه دی چې د نړيوالو طاقتونو سره اړيکې ترينګلې کړي.
XS
SM
MD
LG