د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خپل امنیت ساتنې موقع وبایلله


پاکستاني امنیتي سرتېري د مومندو په قبایلي سیمه کې امنیتي څار کوي
پاکستاني امنیتي سرتېري د مومندو په قبایلي سیمه کې امنیتي څار کوي


ژباړه: فرخنده وزیر

واشنګټن پوسټ لیکي، کله چې امریکا او نیټو هیوادونه د افغانستانه د ځواکونو د ویستلو په اړه په شکاګو ښار کې خبرې کوي، نو پاکستان هغه موقعه له لاسه ورکړه، چې باید د نړیوالو سره یې د دغه سیمې د امنیت او ثبات لپاره کار کړی وای.


په واشنګټن پوسټ کې ډیوډ ایګنېشس لیکي، څنګ چې امریکا له افغانستانه مرحله وار ځواکونه وباسي، نو له دې سره باید پاکستان دې خبرې ته پام وکړي چې کیدای شي، د دغه هیواد د قبایلي سیمو امنیت لا نور هم خراب شي.

لیکوال وایې، پاکستان په دغه سیمو خپل کنټرول بایلي، او باید دغلته د موجودو ترهګرو خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي.

پاکستان سره دا موقع وه، چې په پاک افغان پوله یې د امنیت د ښه کولو لپاره له امریکا سره په ګډه کارکړی وای، ځکه چې د پولې بلې غاړې ته نړیوال ځواکونه موجود وو او پاکستان کولای شو، چې دغلته د موجودو ترهګرو ډلو او جنګ سالارانو خلاف یې کار کړی وای خو پاکستان په ځای د دې دغه ترهګرې ډلې یې د خپلو مقاصدو تر لاسه کولو لپاره استعمال کړې او له امریکا سره یې لوبې شورو کړي. چې اوس په قبایلي سیمو کې ترهګر ځانونه محفوظ ګڼي، څوک هلته نشي تللی او دا به د لیکوال په خبره په راتلونکې کې نه یوازې د پاکستان بلکې د ګاونډيو هیوادونو لپاره هم د خطرې خبره وي او که اوس دا مسله حل نشوه نو وروستو به کالونه واخلي چې پاکستان په دغه سیمو خپل کنټرول پر ځای کړي.

ډیوډ ایګنېشس لیکي د پاکستان د جوړیدو وروستو باید فاټا د ملک د نورو برخو سره یو شان شوی وای خو د د دغه هیواد پوځ قبایلي سیمې د خپلو مقصدونو لپاره استمال کړې. لیکوال وایي امریکا په افغانستان کې ډیرې غلطۍ وکړې، چې د دې به خپلې نتیجې وې خو، د امریکا دغه غلطیانې د هغو وړې دي، او سمیدایې شي، کومې چې پاکستان وکړې ، او په تیرو ۶۵ کالونو کې د خپل هیواد د امنیت مسلې هوارې نه کړې، او لکه څنګ چې یو کس په ژوند کې لویې تیر وتنې کوي، د دغه هیواد پوځي مشرانو هم داسې لویې تیروتنې کړي دي.

او س چې کله د امریکا په شکاګو ښار کې د افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د تدریجې راویستلو په اړه سر مشریزه کیږي، نو ولسمشر بارک اوباما به په دغه بحث کې د خپلو ځواکونو د راویستلو په اړه خبرې کوي، او څه نا څه شل زره امریکایی پوځ به بیا هم په افغانستان کې تر ۲۰۲۴م کال پورې موجود وي، چې دغه به افغان امنیتي ځوکوانو سره مرستې کوي، او روزنه به یې کوي.

خو کله چې بیا د پاکستان خبره راځي، نو نړیوال بیا داسې نظر لري، چې پاکستان هغه موقع وبایلله چې له دوی سره یې په ګډه د ترهګرو خلاف او په سیمه کې د امن لپاره کار کړی واﺉ.
XS
SM
MD
LG