د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: په جمرود کې د نجونو کالج په باردو والوزول شو





د خیبر پولیټیکل چارواکي وايې چې تیره شپه په جمرود سیمه کې د جینکو یوه سرکاري ډګري کالج د نا څرګنده ترهګرو له خوا په چونکو توکیو الوزول شوی دی چې ودانۍ یې لوی زیان اړولی دی.

د چارواکو په خبره په دغه چاودنه کې چا ته مرګ زوبله نه ده اوښتې.

د خیبر ایجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکی وايي چې له دې مخکې هم په دې سیمه کې په یوشمیر سرکاري تعلیمی ادارو بمی چاودنې شوی دی چې په نتیجه کې یې خوا و شا پینځه شپیته(۶۵) سرکاری سکولونه په مکمله توګه له منځه تللي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پښتنو په قبایلي اېجنسو کې په بیا بیا تعلیمي ادارې د ترهګرو له خوا په نښه کېږي چې له لاسه یې ددغه سیمو په لسګونه زره زدکونکي له زدکړو محرومه شوي دي.

په قبایلي اېجنسو کې که یو لوري د ترهګرو لخوا تعلیمي ادارې په بارودو الوزول کېږي نو بلخوا د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له نښتو په لکونه خلک بې کوره شوي چې په دې سره هم د سیمې تعلیمي بهیر له خنډ سره مخامخ شوی دی.

که څه هم د بې کوره شویو خلکو ماشومانو ته په کيمپونه کې زدکړې ورکول کېږي خو په کیږدیو یا خیمو کې هغسې اسانتیاوې نشته چې په سکولونو کې ورته حاصل وي. په خیمو کې د ګرمي او یخني له وجې ماشومان خپلو زدکړو ته ښه پاملرنه نه شي کولای. او بل د ژمي او پښکال په بارانونو کې یې هم کیږدۍ (خیمې) ددې جوګه نه وي چې دوی زدکړې په کې وکړي.
XS
SM
MD
LG