د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ښځې کسبونه زده کوي





بازمحمد عابد، مشال راډيو

جلال اباد: دافغانستان د ښځو ټولنې په ننګرهار کې ٢٠٠ تنه بې وزلو ښځو ته د ليک لوست د زده کړې تر څنګ د حرفوي يا کسبي زده کړو د فراغت سندونه ورکړل.

دې ښځو ته په ديارلس مياشتو کې دخياطۍ، نجارۍ، ښځينه سينګار او غذايي موادو په جوړلو کې زده کړې ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ښځو ټولنې مشره فتانه ګيلاني د سندونو د فراغت په غونډه کې خبريالانو ته وويل چې فارغ شويو ښځو ته به وړې قرضي ورکوي چې دوي په دې واتوانيږي چې خپل کورنى اقتصاد پياوړى کړي.

(( ٢٠٠ تنو ښځو ته د حرفوي زده کړو د فراغت سندونه ورکول کيږي. دې ښځو سره ٤٠٠ تنه ماشومان هم وو چې په وړکتون کې يې پالنه کيده چې له جملې څخه يې سږکال ٨٠ تنه ماشومان په ښوونځيو کې شامل شوي دي. موږ په دې هڅه کې يو چې ښځې څنګه په دې وتوانيږي چې ځان ته ګوله ډوډۍ پيدا کړي. موږ به دوى ته قرضه ورکوو چې دوى په خپلو کورونو کې لاس په کار شي او يو څه ګټه لاس ته راوړي.))

کومو ښځو ته چې په بيلابيلو کسبونو زده کړې ورکړل شوې وې، خوشحاله وې چې له برکته به يې خپلې ورځنۍ چارې ښه پر لاړې شي. د فري په نوم يوې کونډې ښځې مشال راډيو ته وويل:

(( د ديني سبق تر څنګ مې مکتبي سبق هم زده کړى دى. ورسره مې کسبونه هم زده کړي، لکه د کولچو، زلوبيو، ميټايانو او اچارو جوړول مې زده کړي دي. لس کاله کيږي چې خاوند مې شهيد شوى دى. يتيمان را په غاړه دي، دغه څيزونه به پس له دې موږ په کور کې جوړو او بازار ته به يې د خرڅلاو لپاره وړو چې بچو ته پرې ګوله ډوډۍ وموندو.))

رخسارګله هم خوشحاله وه چې د خياطۍ د زده کړې تر څنګ يې ليک لوست هم زده کړى دى.

(( ما دلته خياطي (درزيتوب) زده کړى دى. اوس دوى موږ ته ماشينونه اخلي، زه کولاى شم چې په خپل کور کې د خياطۍ کار شروع کړم. د کرايه په کور کې اوسيږم، ماشومان را تر غاړي دي، خو زه باور لرم چې د خياطۍ د کار سره به مې يو څه نا څه ستونزې راکمې شي. او بله دا چې ليک لوست مې هم دلته زده کړو. موږ خوشحاله يو چې موږ بې وزلو سره دومره مرسته وشوه چې کسب يې رازده کړو.))

د يادولو ده چې د تيرو اووه کلونو راهيسې د افغانستان د ښځو ټولنه په ننګرهار کې فعاليت کوي چې تر اوسه يې ٧٠٠ تنه بې وزله ښځو ته کسبي زده کړې ورکړي او ١٤٠٠ تنه ماشومان يې په ښوونځيو کې د سبق ويلو جوګه کړي دي.
XS
SM
MD
LG