د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نن ورځپاڼې: د ناټو سرمشریزه، په طالبانو کې درز



ژباړه: ګل اياز - مشال راډيو - پراګ

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکايي او پاکستاني چارواکو له خولی ليکلي چې پاکستان ته د افغانستان په اړه سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلني وروسته د ناټو ځواکونو لپاره د تړل شويو لارو بيا پرانستل ناګزیره شويدي.

ورځپاڼه ليکي چې په دا وروستيو کې د پاکستان چارواکي په څرګنده له خپلو غوښتنو په شا شوي او داسې نښې نښانې يې ورکړي دي چې د ناټو رسد لاری به پرانیزي.

ورځپاڼه ليکي، په واشنګټن، برسلز او اسلام اباد کې چارواکو د نهې په ورځ ويلي چې پريکړي ته نزدې شوي. د پاکستان د وفاقي کابينې د دفاع کميټې مرکچيانو ته اختيار ورکړي چې پريکړه وکړي او دا مسله هواره کړي.

د پاکستان د پوځي کمانډرانو مهمه غونډه د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کيانی په مشری کې کيږي او داسې ګنګوسې دي چې د دغه غونډي وروسته به حتمي فيصله اعلان شي.

ورځپاڼه ليکي د امريکا او ناټو چارواکو په وينا د افغانستان د مستقبل په اړه شکاګو سرمشریزه کې ګډون ډير مهم دی. له پاکستان سره د افغانستان د ثبات په اړه ډيری پتې دي ځکه چې د طالبانو جګ پوړي مشران په دغه خاوره کې ميشت دي.

بلخوا د برتانيیا ډېلي ټيلګراف ورځپاڼه ليکي چې د طالبانو دننه سخت دريځو او د کمانډرانو ترمنيځه له امريکا سره په خبرو اترو اختلافات راپورته شوی او جګ پوړي مشران د روغي جوړي ملاتړ کوی.
ورځپاڼه ليکي چې د دي جګړي له وجي د طالبانو يو پخوانۍ پوځي مشر ملا محمد اسماعيل ووژل شو. په ملا اسماعيل تور وو چې بې له اجازي يې د سولې خبري اتري پيل کړې وې.

ورځپاڼه ليکي د طالبانو په وخت کې يو چاوراکي ارسلا رحماني، چې وروسته د افغان پارليمان غړي وټاکل شو، د تير اتوار په ورځ ووژل شو. له دې وړاندي د طالبانو يو بل جګ پوړی مشر معتصم اغا تير کال په يو بريد کې سخت ژوبل شوی وو.


ورځپاڼه د څيړونکو په وينا ليکي د ملا اسماعيل نيونه او په ممکنه توګه وژنه د هغه هلو ځلو برخه ده چې د مقامي کمانډرانو او افغان حکومت ترمنيځه د بې له اجازې کیدونکې د سولې خبرې اترې ودروي.

دوی وايي زياتره طالبان د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرو اترو ملاټر کوي خو مغربي هيوادونه په دې ناکامه شوي چې دغو خبرو اترو ته دوام ورکولو لپاره مرکچيانو ته اسانتياوې ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG