د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان امن پرېکنده لوبغاړي





ژباړه : بشير ګواښ

په افغانستان کې دا وخت د حکومت مخالفو وسله والو سره خبرې اترې رواني دي. د مشال ريډيو د خبر مرکزي څانګې همکار ابوبکر صديق په دې اړه په يوه مقاله کې د هغه ډلو په باره کې ليکلي چې د دې خبرو په رغولو يا ماتولو کې رول لري.

د سولې عالي شورا
په دې مقاله کې ابوبکر صديق ليکلي چې افغان ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۰ کال کې د وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې لپاره په اويا کسانو مشتمله د سولې عالي شورا جوړه کړه چې د ليکوال په وينا تر اوسه پورې يې کومې ځانګړې لاس ته راوړنې نه دي درلودلي. همداراز تير کال د شوار د مشر برهان الدین رباني له وژل کيدو وروسته، دا شورا د مشرتوب د نه درلودلو له بحران سره مخامخ ده. که څه هم د برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني د هغه ځای ونيو خو د ليکوال په وينا هغه تجربه نه لري او په دې شورا کې د موجودو طالبانو او پخوانيوو مجاهدينو سره په کار کې ستونزې لري. د مئ په روانه مياشت کې د دې شورا يو مهم غړی او د طالبانو د مهال يو لوړ پوړی چارواکی، ارسلا رحماني ووژل شو چې د سولې د خبرو د بريالیتوب لپاره يو لوی ټکان وو.

طالبان
ابوبکر صدیق ليکي چې طالبان د خبرو په اړه يوه خوله نه دي. ځينې طالبان د سولې د عالي شورا پرځای نيغ په نيغه د افغان ولسمشر، حامد کرزي او ځينې نور بيا له امريکا سره مذاکرات کول غواړي. طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې په جرمني کې د امريکايي سفارت کارانو سره خبرې کړي او ويلي یې وو چې په قطر کې به د مذاکراتو د ښه پرمخ بيولو لپاره يو سياسي دفتر پرانيزي خو له ګوانتنامو څخه د ځينو بنديانو د خوشي کولو پر سر له امريکا سره د خبرو له ناکامۍ وروسته، د قطر خبرې هم ولاړې پاتې دي.

حقاني شبکه
ليکوال وايي باور کيږي چې د سراج الدين حقاني په مشرۍ د حقاني ډله د پاکستان په شمال غربي سيمه کې میشته ده او د پاکستان، القاعده او مرکزي ایشيا اورپکو سره ښې اړيکې لري. که څه هم د رپورټونو ترمخه د حقاني ډلې ځينې کسانو په ۲۰۱۰ کې کې د افغان حکومت او تير کال په دوبئ کې د يو امريکايي سفارتکار سره کتلي خو د پخلاينې په لړ کې يې کومه ګټه نه ده رسولي. دوی پر افغان حکومت او ناټو د سختو بريدونو لپاره پيژندل کيږي.

حزب اسلامي
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د افغانستان دویمه لويه وسله واله ډله ده. د لیکوال په وينا دوی په خبرو کې ډيره نرمي ښودلې او په دې وروستيوو کې يې هم يو پلاوي د افغان حکومت او غربي سفارتکارانو سره کتلي. په مقاله کې راغلي چې له دې سره سره هم حزب اسلامي د امريکا او افغانستان ترمنځ د سټريټيجيک تړون په اړه ځينې نيوکې لري خو بيا يې هم د افغان ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې ګڼ غړي په لوړو چوکيوو کار کوي.

داخلي مخالفين
ابوبکر صديق په دې مقاله کې ليکي چې د افغانستان د شمالي ټلوالې ځينې مهم کسان له طالبانو سره د ولسمشر کرزي د روغې کولو خلاف دي. په دوی کې د حامد کرزي د پخوانۍ کابينې غړي لکه محمد محقق او عبدالله عبدالله، د کرزي پخوانی مرستيال ضيا مسعود، د افغانستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر امرالله صالح او رشيد دوستم شامل دي.

ناټو او امريکا
ليکوال وايي چې که څه هم ناټو او امريکا په رسمي توګه له طالبانو سره د روغې جوړې د بهير ملاتړ کړی خو ځينې امريکايي چارواکي له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه زړه نا زړه دي.

پاکستان
په مقاله کې راغلي چې افغانستان د وسله والو مخالفينو سره د روغې لپاره د پاکستان رول ډير مهم ګڼي او ولسمشر کرزی کوشش کوي چې پاکستان د هغه په نظر دغلته پټ طالبان د خبرو ميز ته راولي خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.

ځينې نورې ډلې
د دې مقالې ليکوال ابوبکر صديق ليکي چې څيړونکي وايي القاعده، د ازبکستان اسلامي تحريک او ګڼې پاکستانۍ بنسټ پالې ډلې که څه هم نيغ په نيغه د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر سياسي روغې جوړې کوم اغيز نه لري خو د ليکوال په وينا دا ډلې د سولې د خبرو د ګډوډولو توان لري.
XS
SM
MD
LG