د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د رحماني د وژلو سازش له هیواده بهر جوړ شوی وو"


د افغانستان د سولي عالي شورا مشر صلاح الدین رباني
د افغانستان د سولي عالي شورا مشر صلاح الدین رباني



د افغانستان د سولي عالي شورا مشر وایي د سولي د مخور مرکچي د وژنې لپاره د سازش پلان له هیواده بهر جوړ شوې وو . صلاح الدین رباني چې په دا نژدو کې یې خپله چوکۍ سنبال کړې دغه څرګندونې د مشرانو جرګې ته په خپله وینا کې وکړې.

د تېر اتوار په ورځ په کابل کې د طالبانو پخوانی چارواکی ارسلا رحماني چې د څه نا څه 70 کسیزه شورا مرکچي او یو مخور غړی وو ، و وژل شو.


رباني وویل ”بهرني دښمنان “ چې نوموړی یې د رحماني په وژنه تورن ګڼي ، به هیڅ کله ونه توانېږي چې د امن بهیر مخه واړوي او په هیواد کې یې د هغوی لاسوهنه یوه تېروتنه وبلله. کتونکي د رحماني وژنه د افغان حکومت لخوا د وسله والو طالبانو سره د روانې جګړې په وړاندې د سیاسي حل لارې موندلو په لور یو بل خنډ ګڼي.
XS
SM
MD
LG