د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري به د شیکاګو سرمشریزه کې ګډون کوي






د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به د روانې اونۍ په پای کې د امریکا په ښار شکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي.
د نهې په ورځ نیټو ویلي وو چې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره یې پاکستان ته بلنه ورکړې ده او په دې سره هغه ګنګوسې هم ختمې شوې چې کېدای شي د نیټو د هوایی بمباري په نتاظر کې له پاکستان سره د خرابو اړیکو له وجې اسلام آباد په دغه سرمشریزه کې شامل نه کړل شي.

په نومبر میاشت په هغه بمباري کې 24 پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

په واشنګټن کې د پاکستاني سفارتخانې ویاند ندیم هوتیانه ویلي زرداري پلان لري په 20م او 21م مۍ کیدونکې سرمشریزه کې برخه واخلي. دغه اعلان په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې پاکستاني مشران په اسلام آباد کې پر دې خبره د بحث کولو لپار راټول وو چې په افغانستان کې د نیټو ځواکونو لپاره د سامان د رسد لارې پرانیږي او که نه.

تمه ده د شکاګو سرمشریزې پر دې راټوله وي چې له افغانستانه په تدریجي توګه د نېټو ځواکونو د وتلو پلان بحث کړي چیرته چې د لسیزې راهیسې د طالب رژیم د نسکوریدو وروسته لا هم هغوی خپل مخالفت ته دوام ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG