د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد لارې پرانیستو وروسته ننګونې






اسرار عالم مومند - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د بهرنو چارو وزيرې حنا رباني کر ويلي د امريکا لخوا د دوی په ځواکونو تر حملې وروسته دوی د احتجاج په توګه په افغانستان کې ميشت د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لاره وتړله ، خو د نوموړې په خبره اوس وخت راغلې چې له امريکا سره اړيکې پرمخ بوځي.

حنا رباني اميد څرګند کړی چې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارې به پرانستل شي خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې که پاکستان د ناټو لپاره د رسد لارې پرانيزي نو په هېواد دننه له څه قسمه چېلنجونه سره مخامخېدای شي د دې په ځواب کې د سيمه ايزو چارو کارپو رحيم الله يوسفزي مشال ريډيو ته ويل، د ناټو لپاره د رسد لارو پرانستلو دومره زيات وخت هم ځکه واخیستو چې د پاکستان لپاره يو شمير چلنجونه دي .

په اسلام اباد کې د پوځ پخوانې لفټننټ جنرل او د دفاعي چارو کارپو طلعت مسعود وايي که څه هم ناټو ته د سامان د سپلايي په بحالۍ د ځینو سياسي او مذهبي ګوندونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راتلای شي خو د نوموړي په خبره حکومت کولای شي چې په دې لړ کې دغه ګوندونه په اعتماد کې واخلي.
دی زیاتوي، ( ممکن ده چې کوم خلک د دې لارو د پرانستلو مخالفت کوي کېدای شي د هغوي لخوا مسلې رامنځ ته شي ، په مخالفت کونکو کې دفاع پاکستان کونسل ، سياسي او مذهبي ګوندونه دي.، دوي به ضرور مشکلات رامخې ته کوي خو کوشش به دا کول کېږي چې هغوی په دې پوه کړل شي چې د جمهوري عمل له لارې کومه پرېکړه وشي ، نو که په امنيتي ډول د هغې ضد احتجاج وشي خېر دی خو داسې نه دی کول پکار چې له هغې سره مسلې نورې زياتې شي)

مګر خبره دا ده ايا د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې د دې جوګه دي چې د ناټو لپاره د رسد لارو د پرانستو وروستو لارې خوندي وساتي. د دفاعي چارو کارپوه پخوانی لېفټينېنټ جنرل طلعت مسود په دې نظر دی چې پاکستان د ناټو د رسد لارې خوندي کولای شي.

( زما په خيال د پارلېمان دفاعي کميټي به احکامات ورکوي او پوځ به هم خپله ذمه واري پوره کوي او څه نا څه انتظامات به کوي ، ړومبۍ خو داسې وه چې د ناټو ګاړو ته تحفظ ورکول د ټيکه دارانو کار وو خو اوس ممکن ده چې حکومت ورسره هم پکې مرسته وکړي ځکه که په دې ګاړو وسله وال بريدونه کيږي نو بيا خو دا د حکومت ذمه واري جوړيږي چې د دې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي)

دا شپږمه مياشت ده چې پاکستان په افغانستان کې ميشت د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لار تړلې خو اوس دا نښې نښانې شته چې دا لارې به پرانستل شي.

کارپوه طلعت مسعود وايي ممکن ده چې ناټو ته د سپلايي د بحالۍ وروستو پاکستان ته د هېواد دننه چلنجونه رامنځ ته شي خو د نوموړي په خبره که پاکستان دغه لار نه پرانیزي نو له دې سره پاکستان له اقتصادي ستونزو په ګډون د يو شمېر مشکلاتو سره مخامخېدای شي.
XS
SM
MD
LG